په خېبر پښتونخوا كښې د سکينډلز ريکارډونه ماتېږي٬ د نظام بدلولو نعره وهوونكې اقتدار ته رسېدو لپاره د چا هم اوږه استعمالول غواړي، طلال چوهدري

image

اسلام آباد 28 اګست (اے پي پي) د مسلم ليګ (ن) لارښود سينيټر طلال چوهدري وئيلي دي د نورو په ضد د كرپشن بيانيه جوړٶنكو د سېكېنډلز رېكاډونه مات كړل٬ د تحريك انصاف دننه تقسيم او ګروپ بندي رامخې ته شوې چې مقصد يې په كرپشن كښې زياته برخه اغستل ده، خپل ځان انقلابي او د نظام د بدلولو نعره وهٶونكي اقتدار ته رسېدو لپاره د چا هم اوږه استعمالول غواړي٬ ټول قام بيا هم خپل ګوند ته د انقلابي ويوٶنكو تماشه ګوري۔ د شورو په ورځ ميډيا سره په خبرو كښې طلال چوهدري ووئيل دا خلق په نظام كښې ھغه بدلون غواړي چې اصل مقصد ئې اقتدار ته رسېدو لپاره د چا اوږه استعمال كړې شي۔ ده ووئيل دوي خپل كېسز معاف كولو لپاره اېن آر او غواړي او اقتدار ته د رسېدو نه وروستو د كرپشن پېسه كښې زياته برخه غواړي۔ ده ووئيل په خېبر پښتونخوا كښې د سکينډلز ريکارډونه ماتېږي۔ طلال چوهدري ووئيل د دوي ټوله بيانيه د نورو په ضد د كرپشن په بنياد جوړه ده خو په دوي دا كېسز په حقيقت اډانه دي چې بې شمېره ثبوتونه ئې هم موجود دي، 190 ملين پاٶنډ، توشه خانه ،د پېښور مېټرو او د سونامي ټري پشمول د كوم كوم كېس خبره وكړې شي۔ طلال چوهدري ووئيل موجوده سكېنډل كوم چې د دې نه هم زيات لوي دے٬ په دې نېب ولې نوټس نه اخلي؟۔ ده ووئيل د خېبرپښتونخوا وزيراعليٰ ګڼي چې ھغه وزيراعليٰ دې لپاره د ھغه زياته برخه جوړېږي او د تحريك انصاف مشر ګڼي چې ما ته زياته برخه تر لاسه كېدل پكار ده، دا خلق اېن آر او او د خپلو ګناهونو معاف كولو سره د بل په اوږه اقتدار ته رسېدل غواړي٬ دا تماشه خلق ګوري او په دي پورې خاندي۔ ده ووئيل د پاکستان په مسئلو په خاص توګه د بلوچستان د پېښو پشمول په خېبرپښتونخوا كښې د ترهګرۍ په پېښو د تحريك انصاف باني غلے دے، دوي د خپلو مفاداتو تحفظ او اېن آر او لپاره جلسې جلوسونه٬ دړكې او د يلغار خبرې كوي، دوي د هېواد كورنۍ سلامتيا سره هېڅ غرض نه لري٬ دوي غواړي چې په پاكستان كښې استحكام نه وي او صرف دوي ته ګټه ورسي، په ماضي كښې هم دوي قصداً ھغه اقدامات كړي چې ورسره هېواد ته زيان رسېدلے ٬ د تحريك انصاف حكومت د هېواد د موجوده صورتحال ذمه وار دے، اوس دوي اېكسپوز شوي٬ هم دا سبب دے چې د دوي دننه اوس تقسيم واضح ښكاري، يو شمېر ګروپس دي او دوي په كرپشن كښې زياته برخه اخستو لپاره د انقلاب او د نظام بدلولو خبرې كوي۔

مضمون کا ماخذ : لاٹری کی پیشگوئی
متعلقہ مضامین
مزید خبریں