د پاك بحريه جنګي بېړۍ پي اېن اېس يرموك د ريجنل ميري ټائم سيكيورټي پټرول په مهال د عمان دوره

image

اسلام آباد 27 اګست (اے پي پي) د پاك بحريه جنګي بېړۍ پي اېن اېس يرموك د ريجنل ميري ټائم سيكيورټي پټرول په مهال د عمان دوره كړې٬ پي اېن اېس يرموك د رائل نيوي آف عمان بېړۍ سره په بحري مشق كښې برخه واغسته ۔ د آئي اېس پي آر له مخې د دې مشقونو مقصد د بحري ځواكونو ترمېنځه شريكې مرستې ته وده وركول او په سمندر كښې د غېر قانوني هلو ځلو مخنيوے كول او سيمه ايز امن او استحكام قائمول دي۔ د عمان دورې په مهال د بېړۍ كمانډنګ آفيسر د عمان عسكري چارواكو سره د ملاقاتونو په مهال د شريكې خوښې په چارو د خيالاتو څرګندونه شوې۔ پاك بحريه بحري سلامتيا ته د رامخې ته خطرو په ضد د سيمه ايز امن او استحكام مشتركه مقصد له مخې نورو بحري ځواكونو سره په باقاعدګۍ سره مشقونه كوي٬ د پاك بحريه جنګي بېړۍ په سمندر كښې نظم و نسق په ځائ ساتلو لپاره د ريجنل ميري ټائم سيكيورټي پټرول لپاره په باقاعدګۍ سره تعينات وي۔ د عمان دوره او په بحري مشق كښې شموليت د پاك بحريه لخوا سيمه ايز استحكام، نړيوالې مرستې او بحري صلاحيتونو ته د ودې وركولو ښكاره ثبوت دے۔

مضمون کا ماخذ : کمپیوٹر لاٹری کے نمبر
متعلقہ مضامین
مزید خبریں