پارلماني سروسز لپاره د پاکستان انسټيټيوټ ترسېوري لاندې د پارلماني کارروائۍ او بجټ طريقه كار په اړه د پارلماني رپورټرز اېسوسي اېشن لپاره د تربيې دوه ورځنے وركشاپ

image

اسلام آباد 04 جون (اے پي پي) پارلماني سروسز لپاره د پاکستان انسټيټيوټ (پي آئي پي اېس) ترسېوري لاندې اسلام آباد كښې د پارلماني کارروائۍ او بجټ طريقه كار په اړه د پارلماني رپورټرز اېسوسي اېشن(پي آر اے پي) لپاره د تربيې دوه ورځنے وركشاپ وشو٬ سپيکر سردار اياز صادق پارلماني رپورټرز لپاره د دې وركشاپ منظوري وركړې دغسې چې پارلماني رپورټرز د پارلمان تقدس او عزت برقرار ساتلو لپاره په ښه ډول خبر كړے شي۔ د ورکشاپ مقصد خبريالانو له د بجټ عمل په اړه مالي او تكنيكي خبرتيا وركول وٶ۔ په مقررينو كښې سينئر ترين پارلماني رپورټر حافظ طاهر خليل ، د قامي اسمبلۍ خاص سېكرتري محمد مشتاق، سيد شمعون هاشمي٬ د پېمرا پخوانے چيئرمېن ابصار عالم ، د خزانې ډائريکټر ( پيپس) عدنان عظيم اود قامي اسمبلۍ د ميډيا ډائريکټر جنرل ظفر سلطان خان شامل وو۔

مضمون کا ماخذ : پاور بال جیک پاٹ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں