د فرورۍ په 8 مه نيټه ټول ټاكنې كول د سياسي قوتونو او اړوندو فريقو په ګټه دي٬ د هيواد ښيګړه هم دې كښې ده ٬ د سياسي استحكام نشتوالې او د هيواد معاشي بقاﺀ زمونږ اصل چيلنجونه دي٬ مونږ له به معاشي صورتحال ښه كول وي٬ مرتضی سولنګي

image

لاهور۔14جنوری(اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو پارليماني چارو نګران وفاقي وزير مرتضی سولنګي وئيلي دي چې د ټولو سياسي قوتونو په ګټه ده چې ټول ټاكنې د فروروۍ په 8 مه نېټه وكړې شي٬ دا ټول هېواد لپاره ښه دي٬ د لېول پلېنګ فيلډ شكايت هر څوك كوي٬ په حقيقت كښې لېول پلېنګ فیلډ د پاکستان ورکنګ کلاس نه لري ٬ د سياسي استحكام نشتوالې او د هېواد معاشي بقاﺀ زمونږ اصل چېلنجونه دي٬ مونږ له به معاشي صورتحال ښه كول وي٬د دې خيالاتو څرګندونه ده د اتوار په ورځ په الحمرا كښې د افكار تازه 7 م اېډيشن تھنك فيسټ 2024ء پروګرام “Facing the Popular Will: Election 2024” كښې وكړه۔ په دې موقعه پخوانے سېنېټر افراسیاب خټک او مشر خبريال حامد مير هم موجود وو۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې وفاقي وزير مرتضی سولنګي ووئيل د پاكستان د آئين په مقدمه كښې ليكلي دي دا هېواد به ددې ټاكلي نمائندګان مخ په وړاندې بيايي٬ دا هېواد د آئين په موجودګۍ كښې مخ په وړاندې تللې شي۔ ده ووئيل د فرورۍ په 8 مه نېټه د ټول ټاكنو كېدل د سياسي قوتونو او اړوندو فريقو په ګټه دي٬ د هېواد ښېګړه هم دې كښې ده۔ د لېول پلېنګ فیلډ په اړه د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل د لیول پلېنګ فیلډ شكايت هر يو كوي۔ پیپلز ګوند او مسلم ليګ نون هم د دې خبره كوي دغسې مولانا فضل الرحمن هم وائي چې په خېبر پښتونخوا او بلوچستان كښی لېول پلېنګ فیلډ نشته۔ ده ووئيل حقيقت دا دے چې لېول پلېنګ فیلډ د پاكستان وركنګ كلاس نه لري۔ ده ووئيل مونږ د ماحولياتي بدلون مسئلو سره هم مخ يؤ۔ ده ووئيل مونږ له به خپلو ګاونډي هېوادونو سره اړيكې ښه كول وي٬ دې نه ځانله مونږ په معاشي توګه مضبوط كېدې نه شوو۔ په اسلام آباد كښې موجود بلوچستان څخه د راغلې احتجاج كوؤنكو په اړه د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل دوئي احتجاج لپاره ناست دي ٬ دوئي ته په اېف نائن پارك او اېچ نائن كښې د ناستې پېشكش شوے وو خو د دوئي اصرار ډي چوك ته د تللو وو٬ رېډ زون كښې چاته د داخلېدو اجازه نشته۔ ده ووئيل پرېس كلب څخه چې دوئي كله رېډ زون ته د ننوتلو هڅه وكړه نو پوليس كارروائي وكړه۔ ده ووئيل مذاكراتي كمېټۍ مظاهرچيانو سره ملاقات وكړو او دوئي سره يۍ مذاكرات وكړل۔ په اولني فرصت كښې نيولې شوې مېرمنې او ماشومان خوشې كړې شول۔ دې څخه وروستو نور 163 كسان خوشې كړې شول او په آخر كښې پاتې 34 كسان هم خوشې كړې شوي دي۔ ده ووئيل مظاهرچيانو ته د اېمبولېنس آساني هم وركړې شوې ده۔ ده ووئيل د بلوچستان ګورنر او د كمېټۍ نور غړي مظاهرچيانو پلو لاړل دوئي سره يۍ مذاكرات وكړل ۔ ده ووئيل مونږ غواړؤ چې مظاهرچيان په سوليز ډول بېرته لاړ شي خو د لويو سياسي ګوندونو نمائندګۍ سره يو داسې مذاكراتي كمېټۍ ته اړتيا ده كومه چې دا مسئله په غوره ډول حل كړي۔

مضمون کا ماخذ : لوٹیریا کے اعدادوشمار
متعلقہ مضامین
مزید خبریں