د كرپټ واكمنو لخوا د تېر لس كلونو اقتدارا يو تور دور و، چې كله رياستي ادارې د سياسي مداخلې نه بغېر په آزادې سره كار كولو ته پرېښودل شي نو د دې نتيجې په واضحه توګه په نظر راځي. د وزيراعظم عمران خان ټويټ

image

اسلام آباد 04 جنوری (اے پی پی) وزيراعظم عمران خان وئيلي دي چې د كرپټ واكمنو لخوا د تېر لس كلونو اقتدارا يو تور دور و، چې كله رياستي ادارې د سياسي مداخلې نه بغېر په آزادې سره كار كولو ته پرېښودل شي نو د دې نتيجې په واضحه توګه په نظر راځي. د ګل په ورځ په ټويټر په خپل ټويټ كښې وزيراعظم عمران خان ووئيل چې نېب د كال 20-2019م په مهال د 389 اربه روپې ريكورې كړې دي، د كال 2008 نه تر كال 2018م د لس كلونو په مهال دا رېكورې يوازې د 104 اربه روپو وې. وزيراعظم ووئيل چې په پنجاب كښې د اېنټي كرپشن محكمې د 27 مياشتو په موده كښې 206 اربه روپې ريكور كړې دي، د كرپټ واكمنو په لس كلن دور كښې دا ريكورې يوازې 3 اربه وې. وزيراعظم ووئيل چې د دې شمېرو او حقائقو نه دا خبره واضحه كېږي چې كله رياستي ادارې د سياسي مداخلې نه بغېر په آزادې سره كار كولو ته پرېښودل شي نو د دې نتيجې په واضحه توګه په نظر راځي او قوم ته ئې ګټه رسي. د دې شمېرو نه دا واضحه كېږي چې په هېواد كښې ادارې په آزادې سره كار كوي او د احتساب عمل روان دے.

مضمون کا ماخذ : لاٹری ایپلی کیشنز کے فوائد
متعلقہ مضامین
مزید خبریں