د وزيراعظم د اطلاعات او خپرونو خاص مرستيالې فردوس عاشق اعوان د سيالكوټ ډپټي كمشنر سره د ملاقات په مهال خبرې

image

سيالكوټ 21 اکتوبر (اے پي پي) د وزيراعظم د اطلاعات او خپرونو خاص مرستيالې فردوس عاشق اعوان وئېلي دي د اولس خېر ښېګړې ٬د تګ راتګ ذريعو آسانيو ٬د څښلو پاكې اوبه او د سوئي ګيس وركولو پشمول بنيادي آسانيو وركولو ته حكومت پام لرنه كوي٬د ضلعي انتظاميې او د بيا ودانۍ ادارو ذمه واري ده چې پرمختيائي پروژې زر تر زره بشپړې كړي٬په دې لړ كښې به وفاق د صوبائي حكومت هر ډول مرسته كوي۔دې دا خبرې د سيالكوټ ډپټي كمشنر ډاكټر عمرشېرچټهه سره په ملاقات كښې كړې ۔په دې مهال دوي په سيالكوټ كښې د روانو پرمختيائي پروژو او ګورننس جاج واخست۔د سيالكوټ ډي سي ووئيل په ټولو سركاري ادارو كښې د اولسي مسئلو حل له اقدامات كېږي او د ادارو په كاركردګۍ نظر ساتلې كېږي۔ده ووئيل پرمختيائي پروژې په ټاكل موده كښې به بشپړولې شي

مضمون کا ماخذ : دیگر کلیدی الفاظ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں