د قومي اسمبلۍ سپيكر اسد قېصر په مانچسټر كښې پاكستانې ټولنې ته وېنا

image

اسلام آباد 07 جولائي (اے پي پي﴾ د قومي اسمبلۍ سپيكر اسد قېصر وئيلي دي چې پاكستان د پرمختګ په لار روان دے اوس څوك هم زمونږ د هېواد د پرمختګ لار نه شي نيولې٬ بهر مېشته پاكستانيان د خپل هېواد اثاثه ده٬ دوي د پاكستان سفيران دي۔ ده دا خبرې په مانچسټر كښې پاكستانې ټولنې ته د وېنا كولو په مهال وكړې۔ ده ووئيل چې پاكستان د پرمختګ په لار روان دے اوس څوك هم زمونږ د هېواد د پرمختګ لار نه شي نيولې٬ بهر مېشته پاكستانيان د خپل هېواد اثاثه ده٬ دوي د پاكستان سفيران دي۔ ده ووئيل چې په دې سخت وخت كښې يو موټې كېدو سره هېواد د بحرانونو نه ويستل دي۔ ده ووئيل چې اوسنې حكومت د معاشي چېلنج مقابلې لپاره پوره هڅې كوي٬ بهر مېشته پاكستانيان دې په پاكستان كښې سرمايه كاري وكړي۔ دې سره به د غېر ملكيانو اعتماد بحال شي۔ ده ووئيل چې د هېواد پرمختګ لپاره به د بهر مېشته پاكستانيانو د تجربې نه استفاده كوو۔ د قومي اسمبلۍ سپيكر به د پارلماني كركټ ټورنامنټ مېچونه هم ګوري۔

مضمون کا ماخذ : میٹھا بونانزا
متعلقہ مضامین
مزید خبریں