د منصوبه بندې او پرمختګ وزارت د سركاري څانګې پرمختيائي پروګرام له مخې د موسمياتي بدلون ډويژن پرمختيائي چارو لپاره 77 كروړه روپې فنډ جاري كړے

image

اسلام آباد 25 جون (اے پي پي) د منصوبه بندې او پرمختګ وزارت د روان مالي كال په مهال د سركاري څانګې پرمختيائي پروګرام له مخې د موسمياتي بدلون ډويژن پرمختيائي چارو لپاره 77 كروړه روپې فنډ جاري كړے دے۔ حكومت د روان مالي كال په مهال د دې ډويژن پرمختيائي چارو لپاره په مجموعي توګه 80 كروړه 26 لكه روپې فنډ بېل كړے۔ د پلاننګ كميسون لخوا جاري شويو شمېرو له مخې حكومت د ګرين پاكستان پروګرام فارسټري لپاره 39 كروړه روپې٬ جيومېټك سنټر جوړولو لپاره يو كروړ 81 لكه روپې او ګرين پاكستان وائلډ لائف لپاره د 22 كروړه 90 لكه روپو پشمول بېلا بېلو پروژو لپاره فنډ جاري كړے۔

مضمون کا ماخذ : raspadinha آن لائن
متعلقہ مضامین
مزید خبریں