د پاكستان پيپلز ګوند او مسلم ليګ﴿ن﴾ د تېر وخت حكومتونو قومي ادارې تباه كولو سره سره د هېواد معيشت ته هم سخت زيان رسولې۔ ذوالفقار علي بخاري

image

لندن 07 جون (اے پي پي﴾ د وزيراعظم د سمندر پورې پاكستانيانو او د انساني پرمختګ خاص مرستيال ذوالفقار علي بخاري وئيلي دي چې د پاكستان پيپلز ګوند او مسلم ليګ﴿ن﴾ د تېر وخت حكومتونو قومي ادارې تباه كولو سره سره د هېواد معيشت ته هم سخت زيان رسولې۔ په پاكستان هاؤس لندن كښې خبريالانو سره په خبرو كښې ده ووئيل چې پخواني وزيراعظم نواز شريف او پخواني اولس مشر آصف علي زرداري په هېواد كښې ادارو ته سخت زيان رسولې۔ ده ووئيل چې د پي ټي آئي حكومت د وزيراعظم عمران خان په مشرې ك ښې د قومي معيشت او ملكي ادارو بحالې لپاره كار كوي۔ زلفي بخاري د برتانيې په دوره دے كوم چې د برټس ائيروېز په وړومبي پرواز كښې برتانيې ته تللې۔ ده ووئيل چې برټس ايئروېز 11 كاله پس بحال شوے او دې سره به د سرمايه كارې په وده كښې مرسته وشي او دا د پي ټي آئي په حكومت د باور څرګندونه هم ده۔ ده ووئيل چې حكومت د سمندر پورې پاكستانيانو مسئلې حل كولو لپاره ګڼ شمېر اقدامات كوي۔

مضمون کا ماخذ : bolão lotomania
متعلقہ مضامین
مزید خبریں