د هوا بازۍ وفاقي وزير غلام سرور خان سره د آذربائيجان سفير علي عليزاده وليدل دواړه هېوادونه نيغ په نيغه پروازونه پیل كولو ته صلاح شول

image

اسلام آباد 27 مئی (اے پی پی)د هوابازۍ وفاقي وزير غلام سرور خان سره د آذربائيجان سفير علي عليزاده ملاقات كړے چې پكښې د هوابازۍ په اړه د شريكو اړيكو او دواړه هېوادونه نيغ په نيغه پروازونو پیل كولو ته صلاح شوي دي ۔وفاقي وزير غلام سرور خان وئېلي دي پاكستان او آذربائيجان د ورورورلۍ اړيكې لري او دا اړيكې د تعظيم او په يوبل د باور په سوب قائم دي۔د آذربائيجان سفير علي عليزاده وئېلي دي آذربائيجان هم د پاكستان سره په خپلو روابط زياتولو باور لري٬ په كال 1993 كښې د پاكستان او آذربائيجان ترمينځه ډرافټ ايئر سروس ايګريمنټ شوې و٬ ده ووئېل 30 ستمبر 2009 كښې د دواړو هېوادونو ترمينځه يو اېم او يو هم شوې ؤ چې له مخې پي آئي اے(پاكستان) له د يوې اونۍ په مهال 1500 فلائټس سيټونه وركړې كېدل٬دغسې ازل سلك وے ويسټ(آذربائيجان)ته هم د يوې اونۍ په مهال 1500 فلائټس سيټونه وركړې كېدل٬د دې نه علاوه د دواړو هېوادونو ترمينځه د هوائي رابطو جوړولو لپاره تركي ايئر لائن ته د استنبول څخه لاهور/اسلام آباد باد له باكو روټ وركړی شوې ؤ خو د لږو مسافرو په سوب د تركيې ايئر لائن ته د استنبول-باكو-اسلام آباد روټ روان ساتل ګران شوو

مضمون کا ماخذ : سٹاربرسٹ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں