د محسن داوړ او علي وزير په مشرۍ كښې د وسله والې ډلې په خر قمر پوسته بريد ٬ په يو بل د ډزو پېښې په نتيجه كښې 3 بريد كوؤنكي مړه او 10 ژوبل ٬ د پاك پوځ 5 ځوانان هم ژوبل شول۔ آئي اېس پي آر

image

اسلام آباد ۔ 26 مئی (اے پی پی) د محسن داوړ او علی وزیر په مشرۍ كښې وسله والې ډلې د قطبي وزيرستان په خرقمر پوسته بريد وكړو۔ په يو بل د ډزو پېښې په نتيجه كښې 3 بريد كوؤنكي مړه او 10 نور ژوبل شول۔ دې پېښه كښې د پاك پوځ 5 ځوانان هم ژوبل شوي۔ د اتوار په ورځ د آئي اېس پي آر ډي جي آصف غفور لخوا جاري كړې شوي بيان كښې ووئيلې شؤ چې د دغې ډلې د بريد مقصد ممنكه ترهګر خوشې كول وو۔ د وسله والې ډلې ډزو په نتيجه كښې د پاك پوځ 5 ځوانان هم ژوبل شوي دي۔ د بريد په مهال د پاك پوځ ځوانانو د صبر او زغم څرګندونه وكړه۔ بريد كوؤنكو نېغ په نېغه ډزې وكړې۔ د قومي اسمبلۍ غړې علي وزير نيولې شوې دې او محسن داوړ د مجمعې راپارولو څخه وروستو تېښته كښې بريالې شوې۔ بلخوا ژوبل شوي كسان طبي مرستې له پوځي روغتون ته منتقل كړې شوي دي

مضمون کا ماخذ : نقدی پھٹنا
متعلقہ مضامین
مزید خبریں