اسلام آباد 05 اپرېل (اے پي پي) اولسمشر ډاكټر عارف علوي وئيلي دي چې د پاکستان وسله وال ځواكونه د هند د هر ډول مهم جوئۍ په بشپړه توګه د ځواب وركولو صلاحيت لري٬ د پلوامه بريد هند تاٶ تريخوالې زياتولو لپاره كار وي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د كمانډ اېنډ سټاف كالج كوئټه كښې تربيه ترلاسه كوٶنكو پوځي چارواكو ته خپلې وېنا كښې و??ړه چا چې د جمعې په ورځ اولس مشر سره په ايوان صدر كښې ملاقات كړې۔ اولس مشر ووئيل پاكستان به د خپل ??غر??فيائي سالميت خلاف ورزي نه برداشت كوي او د خپل دفاع حق لري۔ ده ووئيل پاكستان يو سوله ايز او خپلواكه هېواد او د هند پشمول ټولو ګاٶنډي هېوادونو سره غوره اړيكې غواړي۔ ده د ترهګرۍ او لاقانيت د چېلنجونو مخنيوي لپاره د پاكستان د وسله وال پوځ ٬ ق??نون نافذ كوٶنكو ادارو او د انتطاميې د كردار ستائنه وك??ه۔ اولس مشر ووئيل د ډېرو چېلنجونو باوجود پاكستان اوس په سم لور روان دې۔ ده ووئيل پاكستان اوس د وړاندې نه زيات مستحكم او قوي دې او ډېرې موقعې زمونږ دروازو كښې دي ۔ ده ووئيل په سي پېك كښې د منطقې د قسمت بدلولو موقعې موجود دي٬ بلوچستان به سي پېك منصوبې څخه په خاص توګه مستفيد كېږي او بلوچستان كښې به ځوانانو لپاره ډېرې موقعې رامخې ته شي۔ اولس مشر د پاك پوځ پشمول د بېلا بېلو هېوادونو افسرانو ته معياري او تزويراتي تربيه وركولو كښې د كمانډ اېنډ سټاف كالج كوئټه د كردار ستائنه وك??ه۔ اولسمشر د دې توقع څرګندونه و??ړه دې پوځي ادارې څخه ترلاسه كوٶنكې تربيه ٬ تربيه ترلاسه كوٶنكو افسرانو لپاره به اثاثه وګرځي او د دې په مرسته به ھغ??ي د خپل مورني هېواد خدمت لپاره په بشپړه توګه خپل صلاحيتونه د كارولو جوګه شي۔