د اي سي سي غونډه د خزانې وفاقي وزير اسد عمر په مشرۍ اوشوه

image
APP16-03 ISLAMABAD: April 03 - Federal Minister for Finance, Revenue & Economic Affairs Asad Umar chairing a meeting of Economic Coordination Committee (ECC) at Cabinet Division. APP Photo by Saleem Rana

اسلام آباد 03 اپرېل (اے پي پي) د کابینه اقتصادي رابطه کمېټۍ (اي سي سي) د سرې وركړې لپاره د يو لك ټنه يوريا درآمد كولو منظوري وركولو سره د صنعت او پېداوار وزارت ته امر كړې چې كروندګرو له په ارزانه بيعه د يوريا سرې وركړه باوري كولو لپاره دې د سرې صنعت د بيعې د مېكنزم جاج واخلې ٬ كمېټۍ د يوټېليټي سټورز د لارې د رمضان پېكج خواږه اولس ته په حقيقي معنو كښې رسولو لپاره د اقداماتو كولو هم امر كړې۔ د اي سي سي غونډه د شورو په ورځ د خزانې وزير اسد عمر په مشرۍ كښې وشوه ۔ غونډې هېواد كښې د سرې وركولو صورتحال او په دې لړ كښې د چارو جاج واخست۔ دغسې غونډې په اوړي كښې د سرې پلانټس ته وركړې كېدونكې ګاز د برېښنا پېدا كوٶنكو كارخانو ته د منتقل كولو په صورت اضافي سره د درآمد كولو اجازه وركړه۔ په غونډ كښې كروندګرو لپاره د سرې باوري كولو لپاره د يو لك ټنه يوريا درآمد كولو منظوري او د صنعت او پېداوار وزارت ته د سرې د بيعې د تګلارې د جاج اخستو امر شوې۔۔ غونډه انډسټريز ډويژن لخوا پاكستان سټيل ملز كښې د بدعنوانه اوو كسانو په ضد د نېب كېسونو د پېشرفت نه هم خبر كړه۔ د داخله ډويژن لخوا غونډې ته ووئيل شول د دغه 7 كسانو نامې په اي سي اېل كښې د اچولو سفارش شوې۔ بلخوا د يوټېليټي سټورز لخوا اي سي سي ته د رمضان پېكېج تيارو پحقله بريفنګ وركړې شو۔ اي سي سي انډسټريز ډويژن ته امر وكړو چې دا خبره باوري كړئ چې په رمضان پېكېج په ښه ډول عمل درآمد وكړې شي او آسانۍ مصرف كوٶنكو ته ورسولې شي۔ په غونډه كښې د شمياريات ډويژن لخوا هېواد كښې د افراط زر او د بېلا بېلو څيزونو د بېعې په اړه پرېزنټېشن وركړې شو۔ په دې موقع پرېكړه وشوه چې د نېشنل فوډ وزير په مشرۍ كښې دې يوه ذيلي كمېټي جوړه كړې شي څوك چې هېواد كښې د بيعو استحكام باوري كولو او د ضرورت څيزونو د طلب او رسنې د صورتحال جاج واخلي۔ دغسې اي سي سي د پټروليم وزارت لخوا د پي اېس او او آذربائیجان سټېټ آئل كمپنۍ ترمېنځه د فيول سپلائي د تجويز منظوري هم وركړه۔

مضمون کا ماخذ : comprar raspadinha
متعلقہ مضامین
مزید خبریں