د موسمي بدلون چېلنجونو مخ نيوي لپاره د اونو بوټو نالول مهم دي ٬ د پشكال موسم په مهال د ځنګلو دائره پراخا كولو لپاره د اولسي خبرتيا كمپائن ته اړتيا ده۔ د وزيراعظم عمران خان په پېښور كښې د بريفنګ په مهال د خيالاتو څرګندونه

image

پېښور 06 اګست (اے پي پي)وزيراعظم عمران خان وئېلي دي د موسمي بدلون چېلنجونو مخ نيوي لپاره د اونو بوټو نالول مهم دي ٬د پشكال موسم په مهال د ځنګلو دائره پراخا كولو لپاره اولسي خبرتيا كمپائن ته اړتيا ده۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د جمعې په ورځ د پېښور دورې په موقع په خاص بريفنګ كښې كړې۔په دې مهال د وزيراعظم د موسمي بدلون خاص مرستيال ملك امين اسلم٬د ځنګلونو صوبائي وزير اشتياق آرمړ او د خېبرپښتونخوا د ماحوليات او ځنګلونو سېكرټري اسلام زېب خان هم موجود و و۔وزيراعظم عمران خان په دې موقع د پشكال موسم د اونو بوټو نالولو كمپائن په لړ كښې يو بوټے هم نال كړو۔وزيراعظم عمران خان ووئيل په هېواد كښې د پشكال موسم په مهال د اونو نالولو لپاره د اولسي خبرتيا په غرض دې كوټلې كمپائن پېل كړے شي دغسې چې په زياتو سيمو كښې اونې نال كړے شي۔ده ووئيل د پي ټي آئي حكومت فليګ شپ 10 بلين تري فار سټېشن پراجېكټ ترمخه د لګولې شوو ځنګلونو وېډيوز اپ لوډ كولو لپاره بايد خاص وېب پاڼه لانچ كړې شي دغسې چې اولس د يادې شوې منصوبې آفاديت څخه خبر وي۔ده ووئيل 10 بلين ټري فار سټېشن پراجېكټ ترمخه په لګولے شوو ځنګلونو دې خاص دستاويزي فلمونه په ټي وي ټېلي كاسټ كړے شي او په سوشل مېډيا دې اپ لوډ كړے شي۔ده ووئيل دا حقيقت به په يقيني توګه وګړي په اونو بوټو نالولو راضي كړي او يوه زمكه كومه چې پنځه كاله وړاندې للمه وه نن د حكومتي هڅو او هلو ځلو سره هغه شنه شوې۔ده ووئيل د ګرين پاكستان كمپائن ترمخه پورته كړي اقدامات٬د ځنګلونو وېډيو اپ لوډ كول به په يقيني توګه اولس په خپلو زمكو د بوټو لګولو پلو راغب كړي۔بل خوا وزيراعظم عمران خان ته د منصوبې كاميابو په حقله بريفنګ وركړے شو۔وزيراعظم ووئيل خبريالانو له به ډېر زر د چورلكې د لارې د فضائي دورې اهتمام كولې شي ٬ په دې مهال به هغوي د چترال باجوړ پشمول په ټولو ځايونو ګرځولې شي چرته چې د حكومتي منصوبې ترمخه اونې نال كړې شوي۔وزيراعظم ته ووئيل شول 10 بلين ټري فار سټېشن پراجېكټ ترمخه د لګولے شوو ځنګلو تشخير لپاره يوه وېب پاڼه هم لانچ كړې شوې

مضمون کا ماخذ : quina prêmio acumulado
متعلقہ مضامین
مزید خبریں