اسلام آباد 01 اګست (اے پي پي) د قامي سلامتيا صلاحكار ډاكټر معيد يوسف وئيلي دي چې په افغانستان كښې امن زمونږ كمزوري نه بلكې طاقت دے٬په جنګ ځپلې هېواد كښې امن راوستل په نړۍ فرض دي٬افغان خاوره د پاكستان په ضد كارولې كېږي٬ كومه چې د اندېښنه خبره ده٬د دې د مخ نيوي ضرورت دې٬په افغانستان كښې تحريك طالبان پاكستان مونږ لپاره خطره وه٬پاكستان او امريكې ته به په اوسني صورتحال كښې د وړاندې نه زيات په ګډه كار كول وي ځكه چې د افغانستان څخه د امريكائي ځواكونو وتلو نه پس د امنيت خلا پېدا كېږي۔د اتوار په ورځ په واشنګټن كښې د پاكستان په سفارت كښې مېډيا كنفرنس ته په خپله وېنا كښې ده ووئيل چې د ده د دورې مقصد د مئي په 23مه نېټھ د امريكې د قامي سلامتيا صلاحكار جيك سليوان سره د شويو خبرو د پرمختګ جاج اخستل ؤ۔ده د امريكې د سركاري دورې د ايجنډې وضاحت كولو سره ووئيل چې د افغانستان په صورتحال خبرې مهمه معامله ده خو دې سره په دې خبره هم اتفاق شوې چې پاكستان اوامريكا به د موسمياتي بدلون٬كووېډ٬تجارت او د سرمايه كارۍ پشمول په ګڼ شمېر څانګو كښې كار كوي۔ده ووئيل چې په جينوا كښې په ملاقات كښې دا پريكړه شوې وه چې د جولائي په آخر كښې به د پرمختګ جاج اخستلې شي۔ده ووئيل چې په افغانستان كښې موجود ټي ټي پي پاكستان لپاره خطر دے۔ده ووئيل چې د امريكې او پاكستان ترمينځه په مرسته مثبت غبرګون راغلے٬د افغانستان په مسئله كښې سياسي تفاهم يو داسې قدم دې چې ورسره د فشار په كمېدو كښې مرسته كېدې شي۔ده ووئيل چې د افغان كډوالو په عزت سره ستنېدل ضروري دي٬پاكستان په نړۍ كښې د كډوالو تر ټولو زياته مېلمستيا كړې او دوي ته پناه وركړې٬دوي وطن ته د ستېدو حق لري٬افغان كډوال زياتره د قانون پاسداري كوي خو ځينې عناصر د دې څخه استفاده كولو سره زمونږ په ضد پروپېګنډا كوي۔ده ووئيل چې سوله ايز افغانستان مونږ لپاره د ژوند او مرګ مسئله ده۔كه افغان ډلې يوځې كېښني نو په يقيني توګه دوي يوې نتيجې ته رسېدلې شي۔