د هند كركټ بورډ په لوبغاړو په كشمير پريمئير ليګ كښې ګډون نه كولو لپاره فشار اچوي۔شهريار خان آفريدي

image

اسلام آباد 31 جولائي (اے پي پي) د كشمير پارليماني كمېټۍ چيئرمېن شهريار خان آفريدي وئېلي دي جې د هند كركټ بورډ په لوبغاړو په كشمير پريمئير ليګ كښې ګډون نه كولو لپاره فشار اچوي٬مونږ به د كركټ د لارې د كشميريانو د كلتور او د ژوند څخه نړۍ خبروو۔د كشمير پريمئير ليګ د اګست په 6مه نېټه پېل كېږي٬هند كشمير پريمئير ليګ د كاميابۍ څخه يره لري۔په ګلګت بلتستان كښې به هم په دې طرز ليګ ډېر وكړې شي۔د هند لخوا نړيوال لوبغاړي د كے پي اېل څخه بدظن كول د غندنې وړ خبره ده۔لوبغاړو ته به د پي اېس اېل په طرز امنيت وركولې شي۔ده دا خبرې د خالي په ورځ په پي آئي ډي كښې د كے پي اېل انتظام كونكو عارف ملك او شفقت چوهدري سره يوځاې خبري كنفرنس ته وېنا كولو په مهال وكړې۔شهريار آفريدي ووئيل چې كے پي اېل كښې 6 ډلې برخه اخلي په هره لوب ډله كښې به د كشمير پنځه لوبغاړي شامل وي۔ده ووئيل چې د دې ليګ په ضد د هند سازشونه افسوس ناك دي۔په كے پي اېل كښې د نړيوال معيار له مخې آسانې وركولې شي۔شهريار آفريدي ووئيل چې آئي سي سي دې د هند په حركت نوټس واخلي۔ده ووئيل چې د ليګ په مهال به د كشمير كلتور په ډاګه شي۔په دې موقع د كشمير پريمئير ليګ صدر عارف ملك ووئيل چې هند د كے پي اېل څخه يره لري مونږ به لوبغاړو ته د پي اېس اېل په طرز امنيت وركوو

مضمون کا ماخذ : پنجاب لاٹری
متعلقہ مضامین
مزید خبریں