د لاهور هائي كورټ په پرېكړه كښې 80 فيصده حكومتي دريځ تسليم كړے شوے۔ ډاكټر فردوس عاشق اعوان

image

اسلام آباد 17 نومبر (اے پي پي) د وزيراعظم د اطلاعاتو او خپرونو خاص مرستيالې ډاكټر فردوس عاشق اعوان وئيلي دي چې د لاهور هائي كورټ په پرېكړه كښې 80 فيصده حكومتي دريځ تسليم كړے شوے٬ لاګو شرائط د عدالت لخوا معطل شوي دي٬ رد شوي نه دي٬ ثابتېږي چې د حكومت پرېكړه د اصولو او قانون له مخې وه۔ د اتوار په ورځ په ټويټر په خپل بيان كښې هغې ووئيل چې مونږ د ميا صاحب روغتيا لپاره دعا كوو٬ هيله ده چې لندن ته د تللو نه پس به د ميا صاحب وياند٬ كورنۍ او ډاكټران پاكستانې اولس لمحه په لمحه خبر وساتي لكه څنګه چې اوس ساتل كېږي۔ هغې هيله څرګنده كړه چې زه مو ولې وويستم ګردان به اوس ختم شي۔ د وزيراعظم خاص مرستيالې ووئيل چې د عدالت په پرېكړه كښې 80 فيصده حكومتي دريځ تسليم كړے شوے۔ لاګو شرائط د عدالت لخوا معطل شوي دي٬ رد شوي نه دي٬ ثابتېږي چې د حكومت پرېكړه د اصولو او قانون له مخې وه۔ هيله ده چې خواږه ويشوونكي به د پانامه پرېكړې په شان ماتم نه كوي۔

مضمون کا ماخذ : بولو دا میگا سینا
متعلقہ مضامین
مزید خبریں