سي پېك د پاکستان د معاشي ډهانچې يوه مهمه ستن ده٬ اېم اېل ون منصوبه به پاكستان رېلوے نوؤ غوښتنو سره همكاره كړي

image
APP47-01 ISLAMABAD: November 01 - Federal Minister for Planning, Development & Reform Makhdum Khusro Bakhtyar, Federal Minister for Railways Sheikh Rasheed Ahmad, Federal Minister for Power Division Omar Ayub Khan, Special Assistant to PM for Information and Broadcasting Dr. Firdous Ashiq Awan & Special Assistant to the Prime Minister on Petroleum, Nadeem Babar addressing a joint press conference. APP photo by Saeed-ul-Mulk

اسلام آباد 01 نومبر (اے پي پي) د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير مخدوم خسرو بختیار وئيلي دي چې سي پېك د پاکستان د معاشي ډهانچې يوه مهمه ستن ده٬ اېم اېل ون منصوبه به پاكستان رېلوے نوؤ غوښتنو سره همكاره كړي٬ په ګوادر هائي مېدان به كار ګړندې كولې شي٬ اتمې جي سي سي غونډه كښې به د خاص اقتصادي زونز د كار رفتار ګړندي كولو پلو پاملرنه كولې شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده په پلاننګ كمېسون كښې وفاقي وزيرانو شېخ رشيد احمد ٬ عمر ايوب او ډاكټر فردوس عاشق اعوان سره په ګډه خبري كنفرنس ته خپله وېنا كښې وكړه۔ ده ووئيل سي پېك به د پاكستان معاشي ډهانچه ښه كړي او دې سره به د پاكستان معيشت د پرمختګ په لور روان شي۔ ده ووئيل د اسلام آباد ه تر كوئټه روټ به بشپړوٶ٬ د سي پېك د اسلام آباد نه تر كوئټه لوئېديز روټ به په راتلونكې دريو كالو كښې بشپړه شي۔ ده ووئيل د پاك چين صنعتي اشتراك لپاره فورم جوړ كړې شوې دې كوم چې به ډېر زر فعاله شي۔ ده ووئيل ګوادر كښې په لويو پرمختيائي منصوبو كار روان دي چې ورسره به ګوادر يو جديد ښار جوړ شي۔ ده ووئيل د سي پېك فرېم ورك له مخې د سندھ او پنجاب مجوزه منصوبې به د جے سي سي په راتلونكې غونډه كښې شاملولې شي٬ د کراچۍ سرکلر رېلوے منصوبې به حمايت كوٶ۔ ده ووئيل د سي پېك په دوېم پړاٶ كښې د سماجي او اقتصادي پرمختګ په منصوبو زور رواړلې شوې دې۔ ده ووئيل د سماجی او معاشی فریم ورك له مخئ به ګرد هېواد كښې د فلاحي نوعيت منصوبې عملي كولې شي۔ ده ووئيل د جے سي سي نهمه غونډه په 6م نومبر اسلام آباد كښې كېدونكې ده٬ د جے سي سي په غونډه كښې به د سي پېك فرېم ورك منصوبو له مخې په معاشي استحكام د اډانه منصوبو سفارش كولې شي

مضمون کا ماخذ : سپرمین: فلم
متعلقہ مضامین
مزید خبریں