وزيراعظم عمران خان د اېران اولس مشر حسن روحاني سره ملاقات وكړو

image

تهران 13 اکتوبر (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان د اتوار په ورځ د اېران اولس مشر حسن روحاني سره ملاقات وكړو۔ دواړو مشرانو په سيمه ايزو او نړيوالو چارو مشوره وكړه۔ د يوې مياشتې په مهال د دواړو مشرانو ترمېنځه دا دوهم ملاقات و۔ د وزيراعظم د دفتر د مېډيا ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې د ملاقات په مهال وزيراعظم ووئيل چې پاكستان اېران سره خپلو دوه اړخيزه اړيكو ته ډېر اهميت وركوي۔ ده ووئيل چې پاكستان په منطقه كښې امن او استحكام لپاره خپل كردار ترسره كولو ته تيار دے۔ وزيراعظم عمران خان په منطقه كښې د امن او سلامتيا په خاطر د خپل سفارتي كمپائن د برخې په توګه تهران ته رسېدلې۔ وزيراعظم سره خارجه وزير شاه محمود قريشي٬ د وزيراعظم خاص مرستيا سيد ذوالفقار عباس بخاري او نور اعلٰي چارواكي هم وو۔

مضمون کا ماخذ : لوٹیریا سانتا کیٹرینا
متعلقہ مضامین
مزید خبریں