د وزيراعظم د اطلاعات او خپرونو خاص مرستياله ډاكټر فردوس عاشق اعوان به په نېشنل لائبريري آډيټوريم كښې د دستورې خاص مېلمنه وي

image

اسلام آباد 24 دسمبر (اے پي پي)د خبر رسنې قومي ادارې اېسوسي اېټډ پرېس آف پاكستان(اے پي پي) خبريالانو او نورې عملې ته په بېلا بېلو څانګو كښې په ځانګړې كاكردګۍ د ايوارډونو وركولو دستوره به(نن)د شورو په ورځ كېږي٬ د وزيراعظم د اطلاعات او خپرونو خاص مرستياله ډاكټر فردوس عاشق اعوان به په نېشنل لائبريري آډيټوريم كښې د دستورې خاص مېلمنه وي۔د اے پي پي په تاريخ كښې دا وړومبۍ موقع ده چې په قامي كچه د ادارې رپورټنګ او ايډيټنګ پشمول په بېلا بېلو څانګو كښې به دوي ته په ښه كاركردګۍ ايوارډونه وركولې شي۔دا ايوارډونه به نه يوازې د اے پي پي په هېډكوارټرز بلكې په صوبائي كچه هم په ټولو بيورو او سټېشنو كښې وركولې شي۔په دستوره كښې ګډون كولو لپاره بېلا بېلو وړځپاڼو٬ټي وي چينلو او خبري اژانسونو سره تعلق لرونكو صحافتي شخصياتو ته بلنه وركړی شوې

مضمون کا ماخذ : apostas lotofácil
متعلقہ مضامین
مزید خبریں