د سائنس او ټېكنالوجي وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن د آل پاكستان بزنس فورم سيوري لاندې دستورې ته وېنا

image

اسلام آباد 12 دسمبر (اے پي پي)د سائنس او ټېكنالوجي وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن وئېلي دي فوډ٬مېډيسن او ګلوبل بائيوټېكنالوجيز ته زمونږ جكومت پام لرنه په كوي٬د هيوي ميكنيكل كمپليكس په ډول د هيوي ايګريكلچرل كمپليكس جوړولو اراده لرو۔د زيارت په ورځ د آل پاكستان بزنس فورم د سيوري لاندې خوشحال پاكستان دستورې ته وفاقي وزير ووئيل د پاكستانو كاروباري كسانو انحصار د حكومت په سبسډۍ دے او په جديدو معيشتونو كښې په سبسډيز انحصار كم وي۔ده ووئيل په نړيواله كچه په ټېكنالوجۍ كښې هره ورځ جدت راځي٬هر ورځ د بدلېدونكې ټېكنالوجۍ په سوب مونږ د راتلونكو پنځلس شل كاله سوچ نه شو كولې۔ده ووئيل مونږ ځينو چېلنجونو سره مخ يو٬ټېكنالوجي كښې پاكستان د ډېرو هېوادونو څخه تراوسه وروستو پاتې دے خو د 60 په لسيزه كښې پاكستان د پخواني سويت يونين او امريكې نه وروستو خپل خلائي پروګرام پېل كوونكې درېم هېواد ؤ۔ده ووئيل د موجوده حكومتي هلو حلو څخه پاكستان په ټېكنالوجي كښې ډېره څه ترلاسه كړي او وړاندې به هم تر لاسه كوي ۔ده ووئېل پاكستان په كال 2022 كښې سپيس پروګرام پیل كوي۔فواد چوهدري ووئيل كيميكل انډسټري ته د خاص پام كولو ضرورت دے۔ده وئيل كاروباري ټولنې ته بلنه وركړی شوې چې هغوي د بائيو ټېكنالوجي په اړه سرمايه كاري وكړي۔وفاقي وزير ووئيل دا مهال په هېواد كښې 567 د ريسرچ ادارې كار كوي٬د پوهنتونونو په كچه به هم د ريسرچ كار ډېر زر پیل شي۔وفاقي وزير ووئيل د هيوي ميكنيكل كمپليكس په ډول د هيوي ايګريكلچرل كمپليكس جوړولو اراده لرو۔ده ووئيل د پاكستان آرمي سره جديد ډرونز شته خو اوس مونږ ډرونز د زرعي مقاصد لپاره په كارولو كار كوو

مضمون کا ماخذ : ریل رش
متعلقہ مضامین
مزید خبریں