د پاكستان او سري لنكا ترمينځه تجارت او د سرمايه كارۍ زياتوالي ګڼې موقعې شته ۔خارجه وزير شاه محمود قرېشي

image

كولمبو 02 دسمبر (اے پي پي)خارجه وزير شاه محمود قرېشي سره د خپل پلاوي سره سري لنكا كښې وزيراعظم مهندا راجا پاكسے سره ملاقات كړې۔د ملاقات په مهال د دوه اړخيزه اړيكو٬اقتصادي مرستې٬د منطقې د مجموعي صورتحال پشمول د شريكې خوښې په چارو د خيالاتو څرګندونه شوې۔په پاكستاني پلاوي كښې د سوئېلي آسيا ډائرېكټر جنرل او د خارجه وزارت وياند ډاكټر فيصل٬په سري لنكا كښې د پاكستان لنډ مهاله هائي كمشنر پشمول د پاكستاني سفارت اعلٰی چارواكي هم شامل وو۔خارجه وزير شاه محمود قرېشي ووئيل د سري لنكا وزيراعظم مهندا راجا پاكسے ته د وزيراعظم ټاكلې كېدو په توګه د وزيراعظم عمران خان او پاكستاني اولس لخوا د زړه له كومې مباركي وركوم۔خارجه وزير د سري لنكن وزيراعظم مهندا راجا پاكسے ته د وزيراعظم عمران خان خط هم وركړو۔په دې خاص خط كښې وزيراعظم عمران خان د سري لنكن خپل هم څنګ ته د پاكستان دورې بلنه وركړې ده ۔خارجه وزير شاه محمود قرېشي ووئيل د پاكستان او سري لنكا ترمينځه دوه اړخيزه د ملګرتيا اړيكې په څو لسيزو اډانه دي۔ده ووئيل ستاسو د سري لنكا اولس مشر په توګه٬تېرو وختونو كښې د پاكستان او سري لنكا ترمينځه دوه اړخيزه اړيكې مثالي پاتې شوې۔مخدوم شاه محمود قرېشي ووئيل د پاكستان سياسي قيادت وزيراعظم عمران خان وژن له مخې دوه اړخيزه اړيكو ته د ودې وركولو لپاره لوظي يو۔ده ووئيل ستمبر 2019 كښې د سري لنكا كركټ ډلې پاكستان ته راتګ سره پاكستان كښې نړيوال كركټ بيا بحال شوې٬مونږ راتلونكې ټېسټ سيريز كښې ګډون لپاره د سري لنكن كركټ ډلې پاكستان ته د راتګ سترګې په لار يو۔خارجه وزير شاه محمود قرېشي د سري لنكن وزيراعظم د پاكستان لخوا

مضمون کا ماخذ : میگا ملینز کے نمبر
متعلقہ مضامین
مزید خبریں