د وزيراعظم عمران خان د كرتارپور لارې رسمي پرانستې نه پس دستورې ته وېنا

image

كرتارپور 09 نومبر (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان وئيلي دي چې د پاكستان او هند ترمېنځه بنيادي مسئله د كشمير ده٬ د كشمير مسئلې حل سره به ټول برصغير د پرمختګ په لار روان شي٬ د امن په وجه كروړو خلقو سره ښه كېدے شي٬ دا مسئله يوازې د زمكې مسئله نه بلكې د انسانيت مسئله ده٬ په مقبوضه كشمير كښې انسانانو سره د څارو په شان سلوك كولې شي٬ خوشحاله يم چې د كرتارپور لارې سره د سكهانو زړونه خوشحاله شوي دي۔ د خالي په ورځ د كرتارپور لارې د رسمي پرانستې كولو نه پس دستورې ته په خپله وېنا كښې وزيراعظم عمران خان د بابا ګرونانك ديو جي د زېږون د 550مې ورځې په موقع ټولې سكھـ ټولنې ته مباركي وركړه او كرتارپور ته په راتګ ئې د دوي هركلې وكړو۔ وزيراعظم د لس مياشتو په لنډه موده كښې د دې لارې په ترسره كولو او كمپلېكس او پل جوړولو د اېف ډبليو او پشمول د ټولو چارواكو ستائنه وكړه۔ وزيراعظم ووئيل چې د پاكستان او هند ترمېنځه بنيادي مسئله د كشمير ده٬ د كشميرې مسئلې حل سره به ټول برصغير د پرمختګ په لار روان شي٬ د امن په وجه كروړو خلقو سره ښه كېدے شي۔ ده ووئيل چې د هند پخواني وزيراعظم منموهن سنګھـ ته مو وئيلي و كه چې د كشمير مسئله حل شي نو ټول برصغير مخ په وړاندې تللې شي او دا خبره مې د وزيراعظم جوړېدو نه پس د هند وزيراعظم نرېندر مودي ته هم كړې او د مذاكراتو بلنه مې وركړې وه خو نن د كشمير مسئله د سيمه ايزې مسئلې نه وړاندې تللې۔ 9 لكه هندي ځواكونو د 80 لكو نه زيات كشميريان يرغمال كړي دي۔ وزيراعظم عمران خان ووئيل چې د پاكستان او هند ترمېنځه بنيادي مسئله د كشمير ده٬ د كشمير مسئلې حل سره به ټول برصغير د پرمختګ په لار روان شي٬ د امن په وجه كروړو خلقو سره ښه كېدے شي٬ دا مسئله يوازې د زمكې مسئله نه بلكې د انسانيت مسئله ده٬ په مقبوضه كشمير كښې انسانانو سره د څارو په شان سلوك كولې شي٬ خوشحاله يم چې د كرتارپور لارې سره د سكهانو زړونه خوشحاله شوي دي۔ وزيراعظم ووئيل چې ما ته د كرتارپور د اهميت اندازه نه وه٬ يو كال مخكښې ما ته معلومه شوه چې سكهانو لپاره دا داسې دے لكه چې مسلمانان مدينه د څلور كلوميټر نه كتلې خو شي خو ورتللې نه شي۔ وزيراعظم ووئيل چې ليډر هغه وي كوم چې د كركې خپرولو په ځائ خلق يو موټې كړي٬ د الله ټول پېغمبران ليډران وو او ليډران تل انسانان يو موټې كوي۔ كركه نه خپروي۔ ده ووئيل چې نېلسن منډېلا كركه ختم كړې وه او قوم ئې يو موټې كړے و۔ 72 كاله ئې په زندان كښې تېر كړل خو سره د دې ئې خپل مخالفين معاف كړل۔ زمونږ رسول﴿ص﴾ هم د محبت د لارې خپل پېغام خپور كړے۔

مضمون کا ماخذ : میگا ملینز کے نمبر
متعلقہ مضامین
مزید خبریں