اسلام آباد 20 اپرېل (اے پي پي) د پارلمان د پبلك اكاؤنټس كمېټې غونډه د كمېټې كنوينئر ميا عبدالمنان په مشرې كښې د جمعې په ورځ د پارلمان په ودانې كښې وشوه۔ په غونډه كښې د وفاقي پرم??تي??ئي ادارې د كال 17- 2016م د آډټ اعتراضاتو جاج واخستل شو۔ په غونډه كښې د آډټ چارواكو پ?? اے سي ته ووئيل چې په كال 1996م كښې د 24 بوګس پلاټونو د الاټمنټ په نتيجه كښې د 27 كروړ نه زيات زيان شوے۔ د سي ډ?? اے چارواكو ووئيل چې په كال 2000م كښې د بورډ په غونډه كښې د سي ډ?? اے د اړوند اهلكارو په ضد د كارروائې پرېكړه شوې وه۔ ميا عبدالمنان ووئيل چې پ?? اے سي حكم كړے و چې دا پلاټونه دې منسوخ كړے شي۔ د سي ډ?? اے چارواكو ووئيل چې دا پلاټونه منسوخ كړے ش??ي دي۔ ميا عبدالمنان ووئيل چې تر څو سي ډ?? اے په غلطو چارو د ككړې عملې په ضد كارروائي نه كوي٬ د غلطو مخ نيوې به ونه شي۔ په پير سوهاوه كښې په كال 2004م كښې د مونال رېستوران جوړېدو په اړه پ?? اے سي هدايت وكړو چې بايد د دې كېس په سپېځلي ډول پلټنې وشي۔