اسلام آباد 13 فروری) اے پي پي( پاكستان غوښتنه كړې ??ې ملګري ملتونه دې په كنټرول لائن د زياتېدونكي تاؤ تريخوالي مخ نيوي لپ??ره په پاكستان او هند كښې خپل پوځي مبصر ډلې ته پراختيا وركړي۔دا غوښتنه په ملګرو ملتونو كښې د پاكستان مستقل استازې ډاكټر مليحه لودهي د نړيوالې ادارې د پيس كيپنګ آپرېشنز د خاص كمېټۍ غونډې ته په خپله وېنا كښې وكړه۔هغې ووئ??ل چې په كنټرول لائن د خطراتو او حق??ئق?? په پس منظر كښې د ملګرو ملتونو د مبصر پوځي ډلې د پراختيا ضرورت دې ځكه چې دا مبصر ډلې په منطقه كښې د استحكام ضروري عنصر دي۔پاكستانې استازي ووئ??ل چې بايد د امن راوستلو په بنيادي اصولو عمل وكړې شي۔د شخړو د سياسي حل په ضرورت زور راوړولو سره پاكستانې استازې ووئ??ل چې د كومې شخړې بنيادي وجوهاتو ته د پام كولو نه بغېر پوخ امن ممكن نه دې۔په دې موقع د عمومي اسمبلۍ صدر ميروسلاف لاجيك ووئ??ل چې ملګرو ملتونه دې لپ??ره جوړ كړې شوي وو چې د جنګونو او د تباهۍ مخ نيوې وشي۔دې لپ??ره نه و جوړ شوي چې د جنګ او تباهۍ نه پس فعاله شي