اسلام آباد 19 اکتوبر (اے پي پي) ايوان صدر تېره ورځ بنو كښې د او??س مشر ممنون حسېن د خطاب پحقله د “اېكسپرېس” ورځپاڼې په رپورټنګ د افسوس څرګندونه كولو سره وئيلي دي چې او??س مشر د اوسني حكومت ل??وا د قرضو اخستو په ا??ه داسې هېڅ خبره بيخي نه وه كړې كومه چې بادي النظر د دې خبر څخه اخذ كېدې شي۔ د زيارت په ورځ د ايوان صدر وياند ووئيل او??س مشر د بنو خطاب په مهال د كال 2008 نه تر 2013 د ھغه وخت د حكومت ل??وا د اخستل شويو قرضو ذكر كولو سره وئيلي ٶ چې او??س دا حق لري چې ھغوي پوښتنه وكړي چې ھغې قرضو څخه كومې پرمختيائي منصوبې بشپړ كړې شوې۔ وياند ووئيل د ذكر شوې ورځپاڼې خبر په تضاد آډانه دے د كومې په ابتدا كښې په اوسني حكومت د زياتو قرضو اخستو سره د يوې پرمختيائي منصوبې نه پېل كولو خبره شوې ده او هم د دې خبر په پاې كښې د اوسني حكومت په دور كښې د ديامر بهاشا او داسو بندونو جوړوېدو د لارې د برېښنا په پېداوار كښې د زياتوالي او د لوډشېډنګ د خاتمې ذكر شوے دے او د دې نه د خبر تضاد په ډاګه كېږي۔ او??س مشر خپلې وېنا كښې په واضح توګه وئيلي ٶ چې اوسني حكومت ته په كال 2013 كښې 14زره 800 اربه روپۍ قرض په ورثه كښې ترلاسه شوے و٬ او??س بايد پوښتنه وكړي چې ھغه قرض په كومو پرمختيائي پروژو خرڅ كړې شوے۔ او??س مشر وئيلي ٶ چې د كال 2013 نه تر كال 2017 په هېواد كښې په ډېرو پرمختيائي پروژو كار شوے چې پكښې ديامر بهاشا او داسو بندونو پشمول د برېښنا پېداوار ډېرې منصوبې شاملې دي چې ل?? مخې به ئې تر كال 2018 د برېښنا لوډشېډنګ ختم شي يا لږ پاتې شي۔