اسلام آباد 14 ستمبر(اے پي پي)د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق وئيلي دې ډينګي ناروغتيا مهمه مسئله ده بايد سياست پرې ونه كړې شي۔ د زيار?? په ورځ قامي اسمبلۍ كښې د پوښتنو دمې په مهال د پي ټي آئي د قامي اسمبلۍ غړي حامد الحق ووئيل زما كورودانې او زوې دا مهال د ډينګي رنځ له امله بستر دي٬ د صوبائي حك??مت اقدامات خو جدا خبره ده خو ولې وفاقي حك??مت له هم په دې لړ كښې خپل كردار لوبول پكار دي۔ په دې سپيكر ووئيل ډينګي ناروغتيا مهمه قامي مسئله ده٬ په دې بايد د سياست ډډه وكړې شي۔ د دې رنځ په لړ كښې چې مونږ ملاقات د المان ډلې سره وشو نو ھغوي خېران شول چې د پن??اب واكمنو په دې رنځ په موثره توګه قابو موندلې او ھغوي حېران ٶ چې د دې رنځ له امله 25 زره كسان ولې نه دي مړه شوي۔ د سندھ او بلوچستان واكمنو هم په دې لړ كښې ګامونه پورته كړي بايد ټول په ګډه د دې رنځ مخنيوي وكړې شي