اسلام آباد 08 ستمبر (اے پي پي) وزیراعظم شاهد خاقان عباسي د قانون او انصاف وزارت ته امر كړې چې د وفاق تر انتظام لاندې قبائيلي سيمې (فاټا) په مركزي چوكاټ كښې راوستو لپاره دې قانون سازي او انتظامي اقدامات ګړندي كړې شي٬ دغسې چې د قبائيلي سيمو اولس له د هېواد د نورو سيمو د اولس سره برابر بنيادي حقونه وركړے شي٬ د اصلاحاتو بنيادي مقصد د فاټا وګړو ژوند ښه كول دي ۔ وزیراعظم شاهد خاقان عباسي دا خبرې د جمعې په ورځ د فاټا اصلحات په حقله د غونډۍ مشرۍ په مهال وكړې ۔ غونډه كښې د نورو نه علاوه د پوځ سرلښكر جنرال قمر جاوېد باجوہ، د خېبر پښتونخوا ګورنر اقبال ظفر جھګړا، د خېبر پښتوانخوا اعلٰې وزير پروېز خټك، د سېفران وفاقي وزير عبدالقادر بلوچ، د قانون او انصاف وزیر زاهد حامد، د منصوبه بندۍ كمېسون دوهم چيئرمېن سرتاج عزیز او سینئر س??ل او عسکري چارواكو ګدون ??ول?? ۔ كمېټۍ په فاټا اصلاحاتو د پارلمان او قبائيلي سيمو په مثبت غبرګون د اطمينان څرګندونه وكړه د كومې منظوري چې كابينې د مارچ په دويمه نيټه وركړې وه۔ كمېټۍ په اصلاحاتو د عملدرآمد عمل ګړندي ??ول?? لپاره ځينې پرېكړه هم كړې ۔ك??ېټۍ د پوليس په تندۍ سره د بهرتي ??ول?? او د تربيې نه پس د پوليس چارو ترسره ??ول?? لپاره څه شمېره زياتولو له د اېف سي بيا د سره د بهرتۍ منظورة وركړه ۔ لنډې مودې لپاره هم د مناسب انتظامي نظام جوړول?? پرېكړه شوې او د لنډې مودې لپاره د چيف اپرېټرنګ افسر چوكۍ هم د جوړول?? پرېكړه شوې۔ د پوځ سرلښكر جنرال قمر جاوېد باجوہ كمېټي د تېرو څو كلونو په مهال ټوله فاټا كښې د رياستي رټ په ځائې ??ول?? په اړه د ترلاسه شويو كاميابيو ٬ امنيتي او د پولو انفراسټركچر ودې لپاره د پورته كړې شويو اقداماتو ا?? پرمختيائي هلو ځلو نه خبر كړه۔ وزیراعظم د دې خبرې پخلې وكړو چې د دې اصلاحاتو بنيادي مقصد د فاټا د اولس ژوند ښه كول دي چا چې د تېرو دريو لسيزو په مهال د اوږد جنګ ٬اړي ګړي او په لويه كچه د بې كوره كېدو ستونزې زغملي دي