اسلام آباد 07 جولائي (اے پي پي) د هېواد د زرمبادلې په پانګو كښې د تير مالي كال په مهال 5.413 اربه ډالره اضافه ريکارډ كړې شوي۔د سټيټ بينك د اړخه په دې اړه جاري شوې شميرې له مخې په 30 جون 2023 د زرمبادلې د پانګو حجم 9.160 اربه ډالره ريکارډ كړې شوې وو چې پكښې د سټيټ بينك سره د زرمبادلې د پانګو حجم 4.445 اربه ډالره او بانكونو سره 4.715 اربه ډالره ريکارډ كړې شوې ؤ ۔ په 28 جون 2024 د زرمبادلې مجموعي حجم 14.573 اربه ډالره ريکارډ كړې شوې ؤ چې پكښې د سټيټ بينك سره د پانګو حجم 9.390 اربه ډالره او پانكونو سره 5.184 اربه ډالره ؤ۔ د شميرې له مخې تير مالي كال په مهال د سټيټ بينك سره د موجود زرمبادلې پانګو كښې 4.944 اربه ډالره او بانكونو سره 469 مليونه ډالره اضافه ريکارډ كړې شوي۔