د اطلاعات او خپرونو لپاره د وزيراعظم خاص مرستيالې ډاكټر فردوس عاشق اعوان د تجارت صلاحكار عبدالرزاق داؤد سره خبري كنفرنس

image
APP22-25 ISLAMABAD: October 25 - Chairman Board of Investment Zubair Gilani flanked by Special Assistance to the Prime Minister on Information And Broadcasting, Dr Firdous Ashiq Awan and Advisor to PM on commerce Abdul Razak Dawood addressing presses conference. APP photo by Saadia Haidari

اسلام آباد 25 اکتوبر (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو لپاره د وزيراعظم خاص مرستيالې ډاكټر فردوس عاشق اعوان وئېلي دي وزيراعظم عمران خان د نواز شريف صحت په حقله ځان وخت په وخت خبر ساتي ٬حكومت د چا په ناروغۍ سياست كول نه غواړي٬د سياست كولو لپاره نور هم ډېر څه شته۔دې د جمعې په ورځ د تجارت صلاحكار عبدالرزاق داؤد سره خبري كنفرنس ته وېنا كوله۔ډاكټر فردوس عاشق اعوان ووئيل وزيراعظم عمران خان د نواز شريف صحت په اړه پرله پسې آپ ډېټس اخلي٬وزيراعظم د ميا نواز شريف صحت په اړه معلوماتو له ډاكټر فيصل لېږلې۔دې ووئيل عمران خان واضح سپارښتنه كړي چې ميا نواز شريف له دې ښې طبي آسانۍ وركړی شي٬مونږ د چا په ناروغۍ سياست نه كوو۔دې ووئيل د عدالت د تفصيلي پريكړې نه پس به خپل مؤقف وركوو٬دې ووئيل د نواز شريف د ناروغۍ په وجه د خېرسګالۍ د دجذبې څرګندونه شوې

مضمون کا ماخذ : números da sorte loteria
متعلقہ مضامین
مزید خبریں