د رېلوے وفاقي وزير شېخ رشيد احمد د رېلوے دستكاري سكول كښې دستورې ته خطاب او مېډيا سره خبرې

image

پینډۍ 22 اکتوبر (اے پی پی) د رېلوے وفاقي وزير شېخ رشيد احمد وئېلي دي د پاكستان رېلوے د اېم اېل ون منصوبې پي سي ون جوړ كړی٬تر مارچ به په منصوبه كار پېل شي٬د غوړو٬وړو او شكرې ګرانېدو ذمه وار پخوانې حكومت دے٬چا ته به د امن خرابولو اجازه ورنه كړې شې٬د كشمير مسئلې سره مولانا فضل الرحمان كوم تعلق نه لري٬د پاكستان په پولو د پاك پوځ عسكر ولاړ دي ٬هند كلسټر بمونه هم كاروي ٬آئټم بم د نندارې لپاره نه دے ٬كه حاجت پیښ شو نو كارولې به شي٬مودي كه د اوبو بندولو وائي پھ هغې غلي نشو پاتې كېدې٬دا مو وړاندې وئېلي دي چې مودي خطرناك ذهن لري او د سلامتي كونسل مستقل ممبرشپ غواړي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د نهې په ورځ د رېلوے دستكاري سكول پینډۍ كښې دستورې ته خطاب او مېډيا سره خپلو خبرو كښې وكړه۔په دې موقع د رېلوے ډويژنل سپريم ټنډنټ پشمول نور چارواكي هم موجود وو٬ده ووئيل د چين وزيراعظم او د ټرانسپورټ وزير د اېم اېل ون منصوبې پرانستې دستورې لپاره به رابللې شي۔وفاقي وزير ووئيل د 2010 نه د پاكستان رېلوے 7 زره ملازمانو له 50 فيصده الاؤنس كم وركړی كېږي٬د پاكستان رېلوے په اوسني دور كښې د ريونيو په لړ كښې 600 ميلينه ريونيو ترلاسه كړی د كومې په سبب چې د رېلوے پوليس تنخاګانې د سول آرمډ فورس سره برابر كړی شوي۔د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل مېډيا مولانا فضل الرحمان له د هغه د استعطاعت څخه زيات كورېج وركړې۔ده ووئيل د رېلوے په كراسنګز به ټولې پاټكې ختمولې شي٬د رېلوے سيګنلې به بدلولې شي او نوې ټرېك به غزولې شي۔ده ووئيل پاكستان رېلوے د اېم اېل ون منصوبې پي سي ون جوړ كړی كوم به چې د منصوبه بندۍ او پرمختګ وزارت ته لېږلې شي او هلته څخه د منظورۍ نه پس به معامله ايكنك ته لېږلې شي ۔ ده ووئېل تر مارچ به په دې باقاعده كار پېل شي۔په منصوبه به 9 بېلينه ډالره لګښت راځي۔ده ووئيل دې پروژې بشپړیدو نه پس به يو لك ځوانانو له نوكرۍ وركولې شي۔(

مضمون کا ماخذ : لاٹری ایپ ڈاؤن لوڈ کریں
متعلقہ مضامین
مزید خبریں