د قامي اسمبلۍ سپيكر اسد قيصر سره د پاك فضائيه مشر مجاهد انور خان وليدل

image

اسلام آباد 23 اګست (اے پی پی)د قامي اسمبلۍ سپيكر اسد قيصر سره د جمعې په ورځ پارليمنټ هاؤس كښې د پاك فضائيه مشر مجاهد انور خان ملاقات كړے۔پھ دې موقع اسد قيصر د هېواد دفاع لپاره د پاك فضائيه كردار وستائېلو او وې وئېل د خوږ وطن دفاع لپاره د پاك فضائيه خذمات د هېرولو نه دي۔ده ووئيل چټول قام د دفاعي ادارو سره څنګ په څنګ ولاړ دے۔په دې موقع ايئر چيف ووئيل د كوم هم جارحيت په صورت پاك فضائيه چمتو ده٬ د دښمن په حركت نظر لرو۔پھ دې موقع سپيكر او د پاك فضائيه مشر د پاكستان ويلفيئر ټاؤن پھ جوړولو هم تفصيلي خبرې وكړی۔سپيكر ووئيل چې پاكستان ويلفيئر ټاؤن څخه محرومو طبقو له به د وړاندې راتللو موقع یه لاس ورشي۔سپيكر ووئيل د فضائيه افسرانو پشمول راشد ميموريل ټرسټ د ټولنې ښه والي لپاره كار كوي۔ده ووئيل د ټولنې كمزورې طبقې مرسته كول د هغوي مشن دے۔د پاكستان ويلفيئر ټاؤن لپاره به هر ډول مرسته كولې شي

مضمون کا ماخذ : لاٹوفاسیل
متعلقہ مضامین
مزید خبریں