وزيراعظم اېف نائن پارك كښې بوټې نالولو سره نن د پشكال شجركارۍ كمپائن پېل كوي

image

اسلام آباد 25 جولائي (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان (نن) د ګل په ورځ د اسلام آباد په اېف نائن پارك كښې بوټې نالولو سره په ګرد هېواد كښې د پشكال شجركارۍ كمپائن پېل كوي او د وزيراعظم د ګرين پاكستان وژن له مخې د لس بېليونه سونامي ټري پروګرام ترسېوري لاندې د موسمياتي بدلون وزارت او سي ډي اے سږ كال د پشكال شجركارۍ كمپائن پحقله ټول انتظامات كړې دي٬ اسلام آباد كښې په تېرو دوه لسيزو كښې ونې په لويه كچه كمې شوې دي خو په خاص توګه په تېرو دوه كالو كښې د شجركارۍ ګراف په بره روان دې ځكه چې د اوسني حكومت د موثره لائحې له مخې په لويه كچه بوټې نالولې كېږي۔ دا خبره د ذكر وړ ده چې وزيراعظم عمران خان د شجر کاري كمپائن په لړ كښې په نتھياګلي كښې د پائن بوټې نال كړو٬ او عكسونه ئې هم شيئر كړي۔ وزيراعظم خپل ټويټ كښې وئيلي ٶ غواړم چې ټول قام هېواد شين جوړولو كښې حصه دار شي۔ وزيراعظم عمران خان د دې نه وړاندې هم په بېلو موقعو كښې خپل ټويټس كښې وګړي او په خاص توګه ځوانان د شجركارۍ په كمپائن كښې برخه اخستو لپاره فعاله كړي۔ په دې ټويټس كښې ده د حكومت د بېليون ټري سونامي منصوبې٬ كلين اېنډ ګرين پاكستان اقدام او په هېواد كښې د پشكال د شجركاۍ هم حواله وركړې ده۔ ۔وزيراعظم د مټه سوات او بھکر عكسونه او وېډيو هم ټويټ كړي چې پكښې د بېليون ټري سونامي شجركارۍ كمپائن او كلين ګرين پاكستان كمپائن له مخې زمكه شنه كولو كښې بدله كړې شوې۔ بلخوا د هېواد د نورو برخو په ډول په راتلونكو څو اوونيو كښې به اسلام آباد كښې هم د سي ډي اے د لارې نزدې 5 لکه بوټي نالولې شي۔ د سي ډي اے چارواكو د اتوار په ورځ اے پي پي سره په خبرو كښې ووئيل چې د اسلام آباد ښكلا او شينكۍ په ځائې ساتلو له به سي ډي اے د بېلا بېلو ادارو٬ اېن جي اوز٬ سول سوسائټۍ٬ كالج او پوهنتونو په مرسته د شجركارۍ كمپائن په موقع د لكهونو په شمېر بوټي نالوي۔ چارواكو ووئيل د شجركارۍ كمپائن لپاره انتظاماتو ته حتمي شكل وركړے شوے دے٬ د كمپائن په مهال به ګرېن بيلټس، پارکس،مارګله هلز او په نورو اهمو ځايونو كښې هم بوټي نال كولې شي

مضمون کا ماخذ : جنگل وائلڈ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں