اسلام آباد 23 جولائي (اے پي پي) صدر مملکت ډاکټر عارف علوي د پاکستان د اصولي درېځ پخلې كولو سره وئيلي افغانانو له د خپل سباون پرېكړه پخپله كول پكار دي٬ په جنګ ځپلي افغانستان كښې امن د منطقې پرمختګ او سوكالۍ لپاره ډېر اهم دے۔ د دې خيالاتو څرګندونه هغه د لوي اختر په ورځ نجي ټي وي سره په خبرو كښې كړې په دې موقع لومړۍ مېرمن بېګم ثمينه علوي هم موجود وه۔ ده ووئيل افغانستان سخت وخت څخه تېرېږي۔ ده هيله څرګنده كړه چې د افغانستان ټولې ډلې به قام سازۍ له په ګډه كار وكړي، افغانستان لوے قربانۍ وركړې دي اوس هلته اولس لپاره امن او استحكام ته اړتيا ده۔ د مقبوضه كشمير په صورتحال خپلو خبرو كښې ده ووئيل هند د متنازعه سټيزن شپ اېكټ له مخې اقليتونه جلا كړې دي، د مقبوضه جمو و کشمير صورتحال ښه نه دے٬ ګردې نړۍ دې پلو پام ګرځولې دې، څه چې په مقبوضه کشمير كښې كېږي ھغه د اسلامو فوبيا برخه ده۔ ده ووئيل په کشميريانو او فلسطينيانو بلها ظلمونه كېږي۔ صدر د دې اميد څرګندوه وكړه چې ھغه لمر به ډېر زر څيره ووهي كله چې به نړۍ د اخلاقياتو په بنياد پرېكړې كوي٬ مسلمانان به د نړۍ مشري كوي او په سباٶن كښې به پاكستان په دې لړ كښې اهم كردار لوبوي۔ ده ووئيل د پاکستان په انفارميشن ټېکنالوجۍ كښې روښانه سباؤن لري او په دې څانګه كښې په تندۍ سره مخ په وړاندې روان دے۔ صدر مملکت ډاکټر عارف علوي او بېګم ثمينه عارف علوي د پروګرام په مهال د خپل ژوند بېلا بېلې پېښې او تجربې هم بيان كړې