د افغانستان په اړه دوه ورځنے امن كنفرنس به په 18 او 19 جولائي اسلام آباد كښې كېږي۔د خارجه دفتر وياند اوونيز پرېس بريفنګ

image

اسلام آباد 15 جولائي (اے پي پي)د خارجه دفتر وياند زاهد حفيظ چوهدري وئېلي دي د افغانستان په اړه دوه ورځنے امن كنفرنس به په 18 او 19 جولائي اسلام آباد كښې كېږي٬په كنفرنس كښې افغان طالبانو له بلنه نه ده وركړې شوې٬په افغانستان كښې د عسكري قبضې په خلاف يو٬افغان قيادت دې خپل صلاحيت امن عمل مخ په وړاندې بوتللو له استعمال كړي۔د خارجه دفتر وياند د زيارت په ورځ اوونيز بريفنګ په مهال ووئيل پاكستان په 18 او 19 جولائي د افغانستان په اړه د دوه ورځني امن كنفرنس كوربتوب كوي۔د كنفرنس ګڼو ګډون كوونكو د خپل ګډون كولو باور راكړے۔په كنفرنس كښې افغان قيادت له بلنه وركړې شوې۔ده ووئيل د 17 جولائي څخه به د كنفرنس ګډون كوونكي پاكستان ته راتلل پېل شي۔د دې كنفرنس د ځنډولو په حقله د سوشل مېډيا اطلاعات بې بنسټه دي۔وياند ووئيل مونږ په افغانستان كښې د رامخې ته شوو بدلونونو جاج اخلو٬مونږ په افغانستان كښې د عسكري قبضې په خلاف يو٬پاكستان په افغانستان كښې امن لپاره د افغانانو سره ولاړ دے او د افغان شخړې امن ناكه حل غواړو ځكه چې د افغان مسئلې كوم عسكري حل نشته۔ده ووئيل د افغان قيادت لپاره ضروري ده چې خپل صلاحيت افغان امن عمل مخ په وړاندې بوتللو له استعمال كړي ٬ بايد د افغانستان خاوره د پاكستان په ضد ونه كارولې شي۔د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل د سپين بولدك په كراسنګ د ورځې 20 زره افغانان ځي راځي٬مونږ هڅې كوو چې دغه لاره زر تر زره اولس لپاره پرانستلې شي۔وياند ووئيل پاكستان د تركيې د اړخه افغانستان كښې د امن اقدامات مرسته كوي۔ده ووئيل بره كوهستان بس پېښه كښې كوم هم امكان نظرانداز كېدے نه شي خو په دې حقله پلټنې روانې دي۔د هند د اړخه د جاسوس كوترې نه پس اوس د ډرونز تورونه په پاكستان لګولې كېږي٬هند دا ډول غېر سنجيده تورونو لګولو سره خپل ځان بې نقابه كوي۔د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل د خارجه دفتر د متحده عرب امارات مزل كوونكو پاكستانيانو له هر ممكن آسانۍ وركوي دغسې مونږ د سعودي عرب څخه د چين ويكسين كوم چې د روغتيا نړيوالې ادارې تسليم كړي د منلو درخواست كړے ځكه چې په آسانۍ ترلاسه كېدو په سوب زيات پاكستانيان د چين ويكسين لګوي

مضمون کا ماخذ : لاٹری کے سستے ٹکٹ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں