د سېنېټ چیئرمېن صادق سنجرانی 8 بلونه اړوندو كمېټیو ته وسپارل

image

اسلام آباد 06 جنوری (اے پی پی) د سېنېټ چیئرمېن صادق سنجرانې 8 بلونه اړوندو قائمه كمېټیو ته سپارلې دي۔ د ګل په ورځ د سېنېټ غونډه كښې د سېنېټ چیئرمېن د غوندې په رايو 7 بلونه اړوندو قائمه كمېټیو ته سپارلې دي۔ چې پكښې د سناتور میا محمد عتیق شیخ د اړخه وړاندې كړو د پاكستان انجینئرنګ كونسل (بدلون) بل 2019ء او اسلام آباد كښې د ګداګری مخ نيوي بل 2019ء شامل وؤ۔ سناتور پروفیسر ډاكټر مهر تاج روغانی د اړخه یونانی، آروویدك هومیو پیتھك پریكټیشنرز (بدلون) بل 2019ء وړاندې كړې شو۔ سناتور فاروق حامد نائیك د اړخه د ګارډینز اینډ وارډز (بدلون) بل 2019ء او د نيولې شوو په حراست كښې د پلټڼو په مهال د حقونو بل 2019ء وړاندې كړې شو۔ د سناتورې ثمینه سعید د اړخه د دماغی كمزوری خاص اقدامات بل 2019ء وړاندې كړې شو۔ د سناتور بهرہ مند خان تنګی د اړخه نېشنل هائی ویز سیفټی (بدلون) بل 2019ء وړاندې كړې شو۔ دغسې د سېنېټ چیئرمېن 8 بلونه د ایوان د رايو نه پس اړوندو قائمه كمېټیو ته وسپارل

مضمون کا ماخذ : پاور بال کی پیشن گوئی
متعلقہ مضامین
مزید خبریں