په سخت ساړه كښې دې څوك هم د شېلټر نه بغېر پاتې نه شي، د وزيراعظم عمران خان د پنجاب او د خېبر پښتونخوا اعلٰی وزيرانو ته هدايت

image

اسلام آباد 29 دسمبر (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان وئيلي دي چې په سخت ساړه كښې دې څوك هم د شېلټر نه بغېر پاتې نه شي. د اتوار په ورځ د سماجي رابطې په وېب پاڼه ټويټر په خپل پېغام كښې وزيراعظم عمران خان د پنجاب او خېبر پښتونخوا اعلٰی وزيرانو ته هدايت وكړو چې دا خبره دې باوري كړې شي. ده ووئيل چې كوم خلق په پناه ګاه كښې نه دي، انتظاميه دې دوي ته خوراك او عارضي پناه ګاه وركړي.

مضمون کا ماخذ : کڑک