د منصوبه بندۍ ، پرمختګ او اصلاحات وزير د آسټریليا هائی كمشنر سره وليدل

image

اسلام آباد 23 اكتوبر (اے پی پی) د منصوبه بندۍ، پرمختګ او اصلاحات وفاقی وزیر مخدوم خسرو بختیار وئيلي دي د ښو معاشی اصلاحی اقداماتو سره د سرمایه كارو باور بحالېږي، د حكومت معاشی اقداماتو سره معیشت په سم پلو روان دے، حكومت آئی ټی، مصنوعی ذهانت، سیاحت او زراعت ودې ته پام لرنه كوي۔ د دې خیالاتو څرګندونه ده د شورو په ورځ پاكستان كښې د آسټریليا هائی كمشنر ډاكټر جیفری شا سره ملاقات په مهال وكړه۔ وفاقی وزیر ووئيل د حكومت معاشی اقداماتو سره معیشت په سم پلو روان دے۔ ښه معاشی اصلاحی اقداماتو سره د سرمایه كارو باور بحالېږي۔ ده ووئيل د سی پیك دويم پړاؤ كښې به د وګړو ښېګړې ، زرعی او صنعتی او بی ټو بی مرستې ته پام لرنه كولې شي۔ خسرو بختیار ووئيل سی پیك منصوبې سره به قامی معیشت ته ودې ترلاسه كيدو سره سره غريبۍ كمولو له مرسته تر لاسه شي۔ وفاقی وزیر د آسټریليا هائی كمشنر د اولسي ښېګړې لپاره حكومتی اقداماتو په اړه خبر كړو۔ د آسټریليا هائی كمشنر ډاكټر جیفری شا د حكومت د فلاحی اقداماتو ستائنه كولو سره ووئيل پاكستان او آسټریلیا په بيلو څانګو كښې مرسته قوي كول او د دوه اړخيزه اړيكو د كار دائرہ پراخه كولې شي۔

مضمون کا ماخذ : لاٹری کے سستے ٹکٹ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں