د مخالفې ډلې مشر شهباز شريف په هېواد كښې د زلزلې له امله په شوي مالي او ځاني زيان د غم دړد څرګندونه وكړه

image

اسلام آباد 24 ستمبر (اے پی پی) د مخالفې ډلې مشر شهباز شريف په هېواد كښې د زلزلې له امله په شوي مالي او ځاني زيان د غم دړد څرګندونه كړې ده۔د نهې پھ ورځ خپل يو بيان كښې ده ووئيل حكومت او د مرستې ادارې دې د وګړو په سمسدتي توګه د مرستې اقدامات باوري كړي۔د ريسكيو او ريليف كوټلې تګلاره دې مرتب كړې شي۔ده ووئيل د آزاد كشمير څخه په راتلونكو اطلاعاتو تشويش لرو۔زمونږ په قامي ژوند كښې دا مشكل وخت دې۔ده ووئيل د قامي او صوبائي اسمبليو غړو پشمول د ګوند ټولو چارواكو ته سپارښتنه كوم چې خپلو خپلو سيمو كښې د رسيكيو او ريليف كاروائيو كښې برخه واخلي۔ ده ووئيل قام دې د لوے څښتن څخه دعا اوكړي چې په مونږ خپل رحم وكړي او ټول مشكلات راته آسان كړي۔ده د ژوبل كسانو زر روغتيا له هم دعا اوكړه

مضمون کا ماخذ : پاور بال کا ٹکٹ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں