خارجه وزير شاه محمود قريشي په مقبوضه جمو او كشمير كښې د المناك انساني صورتحال په اړه د روغتيا نړيواله اداره خبره كړه٬ د لكونو په شمېر د بې ګناه كشميريانو ژوند بچ كولو لپاره په سمدستي توګه د اقداماتو كولو غوښتنه

image

جنېوا 10ستمبر (اے پي پي) خارجه وزير شاه محمود قريشي په مقبوضه جمو او كشمير كښې د المناك انساني صورتحال په اړه د روغتيا نړيواله اداره خبره كړې او د لكونو په شمېر د بې ګناه كشميريانو ژوند بچ كولو لپاره ئې په سمدستي توګه د اقداماتو كولو غوښتنه كړې۔ خارجه وزير شاه محمود قريشي په جنېوا كښې د بشري حقونو د كونسل د غونډې په مهال د روغتيا نړيوالې ادارې ډائرېكټر جنرل ټېډروس سره ملاقات وكړو۔ په ملاقات كښې په مقبوضه جمو او كشمير كښې د پرله پسې كرفيو له امله انساني ژوند ته په ورپېښو سختو خطرو خبرې وشوې۔

مضمون کا ماخذ : raspadinha caixa
متعلقہ مضامین
مزید خبریں