قام ته زېرې وركوٶ چې وزيراعظم به د مئي په دوېمه نيټه د مومند بند د بنياد تيګه ږدي

image
APP46-30 ISLAMABAD: April 30 - Special Assistant to PM for Information and Broadcasting Dr. Firdous Ashiq Awan along with Minister for Water Resources Faisal Vawda addressing a joint press conference at PID Media Centre. APP photo by Saeed-ul-Mulk

اسلام آباد 30 اپرېل (اے پي پي) د آبي وسائلو وفاقي وزير فېصل واوډا وئيلي دي قام ته زېرې وركوٶ چې وزيراعظم به د مئي په دوېمه نيټه د مومند بند د بنياد تيګه ږدي ٬ پخوانې ستر قاضي جسټس ثاقب نثار او سرلښكر رابللې شوې ٬ د آبي وسائلو وزارت په مومند بند منصوبه كښې 18 اربه بچت كړې ۔ د آبي وسائلو وفاقي وزير فېصل واوډا دا خبرې د وزیراعظم د اطلاعات او خپرونو خاص مرستيالې ډاګټر فردوس عاشق اعوان سره د وفاقي كابينې غونډې نه پس بريفنګ ته وكړې۔ ده ووئيل د مومند بند د بنياد تيګه اېښودو په مهال به وزيراعظم خاص مېلمه وي۔ ده ووئيل كورني او بهرني سازشونه ناكامه كولو سره مونږ دا منصوبه پېل كوٶنكي يو ۔ ده ووئيل د اوبو وزارت په دې منصوبه كښې 18 اربه روپۍ بچت كړې ٬ مونږ پاكستان رڼاګانو پلو بوځو۔ ده ووئيل 54 كلنه پخوانۍ منصوبې بشپړوٶ او دا منصوبه به ان شآء الله په شپږ اوو كالو كښې بشپړه شي

مضمون کا ماخذ : پیش گوئی اور حکمت عملی
متعلقہ مضامین
مزید خبریں