د سعودي شوریٰ كونسل چيئرمېن ډاكټر عبدالله بن محمد بن ابراهيم الشېخ په مشرۍ كښې پلاوې سعودي عرب ته ستون شو

image
APP32-26 ISLAMABAD: April 26 - Senator-in-Waiting Senator Dilawar Khan presenting album containing pictorial coverage of Chairman of Shura Council of the Kingdom of Saudi Arabia, Dr. Abdullah Bin Muhammad Bin Ibrahim Al-Sheikh visit to Pakistan on his departure at airport. APP

اسلام آباد 26 اپرېل (اے پي پي) د سېنېټ چيئرمېن په خاص بلنه د پاكستان په دوره راغلې د سعودي شوریٰ كونسل چيئرمېن ډاكټر عبدالله بن محمد بن ابراهيم الشېخ په مشرۍ كښې پلاوې د جمعې پھ ورځ بېرته سعودي عرب ته روان شوې ۔پلاوي ته د سېنېټ چيئرمېن محمد صادق سنجراني د اسلام آباد په نوې هوائي مېدان مخه دې ښه اووئ۔پھ دې موقع سناتور دلاور خان٬سناتوره سسي پليجو٬مير كبري احمد محمد شاهي٬سيمي ايزدې٬ډاكټر اسد اشرف او د سېنېټ اعلٰی چارواكي هم موجود وو۔د سعودي پلاوي د پاكستان دورې په مهال اولس مشر ډاكټر عارف علوي٬وزيراعظم عمران خان٬د سېنېټ چيئرمېن محمد صادق سنجراني٬د قامي اسمبلۍ سپيكر اسد قيصر او نورو سره مهم ملاقاتونه كړي۔د پلاوي مشر د پاكستان خپله دوره مهمه ګرځولې۔ده ووئيل د دورې پھ مهال د پاكستان مشرتابه سره شوي ملاقاتونه ډېر مهم وو۔د ملاقاتونو په مهال د دوه اړخيزه اهميت په چارو هم د خيالاتو څرګندونه شوې۔پلاوي د سېنېټ چيئرمېن محمد صادق سنجراني كوربتوب كونكي سناتور دلاور خان او د سېنېټ سېكرټرېټ مننه وكره

مضمون کا ماخذ : سٹاربرسٹ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں