د اولس مشر ډاكټر عارف علوي په مشرۍ كښې د چانسلرانو كنفرنس

image
APP53-12 ISLAMABAD: March 12 - President Dr. Arif Alvi chairing the Chancellor’s Conference at Aiwan-e-Sadr. APP

اسلام آباد 12 مارچ (اے پي پي) اولس مشر ډاكټر عارف علوي وئيلي دي پوهنتونونو له لوړې زده كړې د هېواد صنعتي او د زرعي څانګو تقاضو سره سمول پكار دي٬ چانسلران دې د لوړو زده كړو ودې لپاره فعاله كردار ولوبوي۔ اولس مشر دا خبرې د نهې په ورځ په ايوان صدر كښې د چانسلرز كنفرنس مشرۍ په مهال وكړې۔ په دې موقع د تعليم وفاقي وزير شفقت محمود، د پنجاب ګورنر او د صوبې د پوهنتونونو چانسلر چوهدري محمد سرور، د سندھ ګورنر او د صوبو د پوهنتونونو چانسلر عمران اسماعیل، د خېبرپښتونخوان ګورنر او د صوبو د پوهنتونونو چانسلر شاہ فرمان، د بلوچستان ګورنر او د صوبو د پوهنتونونو چانسلر جسټس (ر) امان اللہ خان یاسین زئی او د آزاد جمو و کشمیر صدر او د آزاد کشمیر د پوهنتونونو چانسلر سردار مسعود خان په كنفرنس كښې ګډون وكړو۔ اولس مشر ووئيل پوهنتونونه د علم د ودې مركزونه وي چې لپاره دوي له معروضي تحقيق ته پاملرنه كولو سره علم منتقل كول پكار دې۔ اولس مشر په دې خبرې زور رواړو چې پوهنتونونو له په صنعتي توګه د پرمختللې هېوادونو په صف كښې پاكستان شاملولو لپاره د علمي سرمائ ودې او تكنيكي پرمختګ ته پاملرنه پكار ده۔ اولس مشر په دې خبره هم زور رواړو د پاكستان پوهنتونونو له نوموړو غېر ملكي پوهنتونو سره خپلو نړيوالو رابطو ته وده او تقويت وركول پكار دې دغسې چې د هغوي د تجربو او پوهې څخه په ښه ډول استفاده وكړې شي۔ اولس مشر په تعليمي ادارو كښې په مصنوعي ذهانت ٬ نېنو ټېكنالوجۍ او د كوانټم كمپيوټنګ غوندې موضوعاتو پېل كولو په حاجت زور رواړو۔ اولس مشر ووئيل آرټ او صحافت كښې تربيې ته هم پاملرنه پكار ده ۔ ده ووئيل د نړيوالو چېلنجونو مخنيوي او پاكستان پرمختللې هېواد لپاره پوهتونونه بايد په خاص توګه په علم آډانه اعلٰې معياري تعليم ته رسنه ٬ كميونټي رابطې او ټولنه د خوږو څخه مستفيد كولو لپاره خپل مهم كردار ترسره كړي او د جدت وړ تحقيق لپاره د آسانيو وركړه او زده كوٶنكو كښې كاروباري كلتور ته وده وركولو له هم مرسته پكار ده

مضمون کا ماخذ : سمندری ڈاکو گولڈ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں