حضرت محمد (ص) انسانيت لپاره د لارښودنې سرچينه ده ٬ په اوسني دور كښې د پيښو چيلنجونو مخنيوي له به د يو قام او اسلامي امت په حېث اسوۂ حسنه د خپل ژوند برخه جوړول دي: د صدر آصف علي زرداري د 12 ربيع الاول په موقع پيغام

image

اسلام آباد 17 ستمبر (اے پي پي) صدر مملکت آصف علی زرداري وئيلي دي حضرت محمد (ص) تر قيامت ورځې د راتلونكي ټول انسانيت لپاره د هدايت سرچينه ده٬ د هغوي پاك سيرت د ژوند په هره څانګه كښې زمونږ لارښودنه كوي٬ په اوسني دور كښې د پيښو چيلنجونو مخنيوي له به د يو قام او اسلامي امت په حېث اسوۂ حسنه د خپل ژوند برخه جوړول وي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د 12ربیع الاول 1446ھ/2024ء په موقع د قام په نامه خپل پېغام كښې وكړه۔ د ايوان صدر پرېس ونګ له مخې صدر مملكت ټول قام ته د 12 ربيع الاول مباركي وركولو سره ووئيل پاك پروردګار په دې مباركه مياشت كښې مونږ ته د خپل محبوب خاتم النبيين حضرت محمد (ص) ولادت په صورت كښې يو عظيم نعمت راكړے۔ هغوي تر قيامت ورځې راتلونكي انسانيت لپاره د هدايت سرچينه دي۔ دا ورځ د هر يو مسلمان په زړه كښې رسول كريم (ص) سره د عشق شمع روښانه كوي۔ صدر مملکت ووئيل پاك پروردګار د رسول كريم (ص) ژوند مبارك مونږ لپاره بهترينه نمونه ګرځولې۔ د هغوي پاك سيرت د ژوند په هره يوه څانګه كښې زمونږ لارښودنه كوي۔ هغوي په عدل او انصاف اډانه لرونكې ټولنه جوړه كره په كومه كښې ټولو شتمندو او بې وزلو په عزت او وقار سره ژوند كولې شو۔ نن به مونږ له د يو قام او اسلامي امت په حېث دغه اسوه حسنه د خپل ژوند برخه جوړول وي دغسې چې مونږ په اوسني دور كښې په پېښو ټولو چېلنجونو قابو وموندلې شوو۔ صدر مملکت ووئيل نبي علېه السلام ارشاد فرمائيلې دے چې تر ټولو غوره انسان هغه دے څوك چې نورو ته ګټه رسوي۔ ده ووئيل مونږ له به په دې موقع د نبي علېه السلام انسانيت سره د مينې پېغام خپرول وي۔ ده ووئيل نبي علېه السلام مونږ ته دا ښودلي دي چې د ظلم په ضد غږ پورته كول او د مظلوم مرسته كول د ايمان برخه ده۔ نن نړۍ د تقسيم او ظلم ښكار ده۔ مونږ له به د نبي علېه السلام پېغام خپرول وي كوم چې د مينې ٬ راوادارۍ او بشري حقونو ضامن دے۔ هغوي هر يو انسان سره ٬ مسلمان ؤ يا غېر مسلم٬ سره د احترام او عزت سلوك كړے ۔ مونږ له به هم د هغې جذبې سره په ګرده نړۍ كښې ورورولۍ ٬ عدل او مينې ته وده وركول وي۔ صدر مملكت ووئيل راځۍ چې دا مباركه ورځ د انسانيت خېر ښېګړې ته وقف كړؤ او د نبي علېه السلام تعليمات د خپل عمل برخه جوړه كړؤ۔ زما دعا ده چې پاك پروردګار دې پاكستان د امن ٬ پرمختګ او سوكالۍ په لاره روان اوساتي او مونږ ته دې د نبي كريم (ص) په سيرت طيبه د عمل كولو توفيق راكړي۔

مضمون کا ماخذ : موبائل سے لاٹری کھیلیں
متعلقہ مضامین
مزید خبریں