د وزيراعظم د اطلاعات او خپرونو خاص مرستيالې ډاكټر فردوس عاشق اعوان د اے پي پي ايمپلائز يونين د اړخه په خپل درناوي كښې وركړی د هركلي دستورې ته خطاب او خبريالانو سره خبرې

image

اسلام آباد 11 دسمبر (اے پي پي) د وزيراعظم د اطلاعات او خپرونو خاص مرستيالې ډاكټر فردوس عاشق اعوان وئېلي دي وزيراعظم عمران خان د لاهور پیښې په 24 ساعته كښې د ذمه وارو په ګوته كولو سره د حقائقو راپور غوښتې دے٬ډاكټران ٬ پيراميډيكل سټاف او د وكيلانو پشمول كه څوك هم طاقتور ذمه وار وګرځولې شو نو په ضد به يې كاروائي كولې شي٬نن د قانون ساتندويه په دړمندو رانځورانو ورختلې ٬د ډاكټرانو يرغمال كولو ٬ د هلې ګولې كولو او په صوبائي وزير د تشدد كولو سره قانون د خپلو پښو لاندې چقول د غندنې وړ عمل دے٬د جنګ په حالت كښې هم په روغتونونو بمباري نه كېږي٬د سري لنكا ډلې د پینډۍ په مېدان كښې د امن بريا له د نړۍ په وړاندې وده وركړې ٬په پارليمان كښې مسټر كلين جوړېدونكے د اېل اېن جي درآمد په حقله آډټ راپور كښې د 108 ارب روپو د بې قاعدګو رامخې ته كېدو سره ثابته شوې چې دا سياسي انتقام نه بلكې رېښتنې احتساب دے٬د نېب كيسونه هم د هغه په لمن د داغ تصديق كوي٬آصف علي زرداري له هم پھ طبي بنيادونو ضمانت وركړې شوې٬نېب په دغې كيس كښې مدعي دے او د دې پريكړې په ضد د اپيل پريكړه به نېب پخپله كوي۔هيله لرو چې كوم مقصد لپاره ضمانت وركړې شوې٬هغې ته به پام لرنه كولې شي او د بل رنځور بنديوان غوندې به وروستو بيا نور څه نه كوي۔ د وزيراعظم عزم دے چې د قام يوه يوه پيسۍ د دې ډلې نه به ترلاسه كوو او چرته به هم سياسي سودا اونه كړو۔دې د زيارت په ماښام د اے پي پي ايمپلائز يونين سي بي اے ترمخه پھ خپل درناوي كښې د هركلي دستورې ته خطاب او خبريالانو سره خبرې كولې۔د اے پي پي اېم ډي طارق محمود خان٬ايګزېكټو ډائرېكټر غواص خان٬د بېلو څانګو ډائرېكټران او د اے پي پي ايمپلائز يونين صدر شهزاد علي اكبر پشمول ګڼ شمېر ملازمانو او عهديدارو دستوره كښې ګډون كولو۔خاص مرستيالې ووئيل د وسله والو ځواكونو ٬ډ مېډيا او د اولس د لازواله قربانو څخه پاكستان كښې امن بحال شوې او د دغه لازواله قربانو په سوب نن پاكستان كښې نړيوال ټېسټ كركټ بيا پېل شوې۔دې ووئيل د سري لنكا لوب ډلې د پینډۍ په مېدان كښې د امن بريا له د دنيا په وړاندې وده وركړی او دا پیغام يې وركړی چې پاكستان په هر ډول يو امن ناك هېواد دے او د 22 كروړ اولس د امن سره مينه لرونكې قام او قيادت د امن هلو ځلو وړاندې بوتللو له پرعزم دے۔دې ووئيل كه يو خوا د لوبو په مېدان كښې د پاكستان روښانه مخ نړۍ ته معرفي كولې شو ٬ نو بل خوا د لوبو مېدان آبادۍ سره روغتونونه ورانېږي۔د صحت منده هلو ځلو نه صحت مند سوچ راپیدا كېږي۔دې ووئيل د روغتون دننه چې څنګه هله ګوله وكړی شوه هغه مېډيا پھ خپلو سترګو كښې محفوظ كړي۔تور كوټ د قانون او د حكمرانۍ پاسداري كوي٬د قانون ساتندويه په دړېدلي او ناروغه انسانيت ورختلي٬ټول قام وليدل چې څنګه ډاكټران يرغمال كړی شوي٬پيراميډيكل سټاف سره ناروا سلوك وكړی شو٬په روغتون كښې د زړونو رنځورانو او د خپلوانو زړونه ازار كړی شول او د پوليس سره په نښته كښې چې څنګه قانون د پښو لاندې وچقولې شو دا د غندنې وړ او افسوس خبره ده۔خاص مرستيالې ووئيل وزيراعظم عمران خان زر تر زره د دې پیښې د پلټنو امر كړی٬د پنجاب اعلٰی وزير او چيف سېكتر ته ښكاره وئېلي شوي چې د ذمه وارو په ګوته كولو له د حقائقو ترمخه راپور وړاندې كړئ٬د وزيراعظم خاص مرستيالې د بار كونسل او وكيلانو تنظيمونو ته غږ وكړو چې هغوي په خپلو صفونو كښې ناوړه عناصر بې نقابه كړئ۔د جنګ په حالت كښې هم په روغتونونو بمباري يا بريد نه كېږي٬دا څنګه رويه او انتهاخوښي سوچ عملي نمونه او څرګندونه ده چې د ډېرو سختو رنځورانو څوك چې د ژوند او مرګ په كش مكش كښې وو د هغوي په وړاندې د تشدد رويه٬وهل ټكول٬كنځل او قانون په خپلو لاسو كښې اخستونكو پوليس پسې نعرې ووهلې۔دې ووئيل وزيراعظم پريكړه كړې چې پھ 24 ساعتو كښې راپور راكړئ۔قانون به خپله لاره وباسي څوك چې هر څومره طاقتور دے او په دې خفګاني عمل كښې ككړ وموندلې شو٬سزا به وركولې شي۔دې ووئيل د اطلاعات صوبائي وزير د محسوس سوچ لرونكو وكيلانو زؤرولو څخه ثابته شوی چې په تورو كوټونو كښې هم ناوړه عناصر ورګډ شوي ۔دې ووئيل زه باور لرم چې لوستې كس چې څوك قانون دان دے هغه په قانون پسې دغسې ټوقې نه شي كولې٬په فياض الحسن چوهان په تور كوټ كښې ګلوبټ تشدد كړی۔دې ووئيل د ډاكټرانو سره بدتميزي او هغوي زؤرونكي د پوليس ګاډو ته اور اچونكي وكيلان نه شي كېدې۔ دې ووئېل د (ن)ليګ هغه مائينډ سيټ چا چې په كچهرۍ كښې د تور كوټ حرمت پامال كولو كوششش كړی هغه به بې نقابه شي۔دې ووئيل پرون د بشري حقونو نړيواله ورځ ولمانځلې شوه٬په دغې موقع د رائے د آزادۍ د اظهار خبره كېدله او ټولې دنيا د بشري حقونو وركولو لپاره د مظلومو انسانانو بنيادي حقونو تحفظ له ضمانت وركولو خو په مقبوضه كشمير كښې هند په تش لاسو كشميريانو ظلمونه كول او مظلوم كشميريان يې د مېډيا سره خبرو ته نه پرېښودل۔په خپلو كښې ناسته پاسته د بشري او مذهبي حقونو پشمول هغوي نن هم د ټولو حقونو نه محروم دي كوم چې د انسان ژوندې پاتې كېدو لپاره ضروري دي۔خاص مرستيالې ووئيل د وزيراعظم عمران خان مظلومو كشميريانو ته بنيادي حقونه وركولو لپاره په هره مورچه د هغوي مؤقف بيانولو له د دنيا ضمير رابېداروي۔دې ووئيل پرون يو كلين مين پارليمان كښې صفائۍ وړاندې كولې خو آډټ راپور د اېل اېن جي درآمد په حقله د هغه مخ بې نقابه كړو٬د 108 اربه بې قاعدګو هغه عمل نفي كړو چې هغه د سياسي انتقام سره مخ دے۔دې ووئېل 450 اربه روپۍ د سوئي ګيس په صارفينو زياتي اچولې شوې او په ګران ګيس اخستلو مجبور يو۔د دې په شا هم هغه ګډاګې وزيراعظم دے چې سختي پرې راشي نو فرياد تېز كړي۔ دې ووئېل د نېب دننه چې كوم كيس روان دې هغه د دې خبرې څرګند دليل دے چې څوك خپل ځان ته بې ګناه وائي د هغه لمن داغ داره ده۔دستورې ته د اے پي پي ايمپلائز يونين صدر شهزاد علي اكبر د يونين كاركردګي هم وړاندې كړه

مضمون کا ماخذ : رومن دولت
متعلقہ مضامین
مزید خبریں