اسلام آباد 22 اګست (اے پی پی) اقتصادي رابطه كمېټۍ چيني برآمد كولو او عزم استحكام آپرېشن لپاره د 20 ارب روپو ګرانټ منظوري وركړې۔د خزانې او ريونيو وفاقي وزير سېنېټر اورنګزېب په مشرۍ كښې د كابينې اقتصادي رابطه كمېټۍ(اي سي سي)غونډه د زيارت په ورځ وشوه۔په غونډه كښې د صنعت او پیداوار وفاقي وزير رانا تنوير حسېن٬د تجارت وفاقي وزير جام كمال خان٬د نجكارۍ وفاقي وزير عبدالعليم خان٬د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير احسن اقبال٬د اقتصادي وزير مملكت احد خان چيمه٬د پېټروليم وفاقي وزير مصدق ملك٬د برېښنا وفاقي وزير اويس خان لغاري٬د پلانن كمېشن دوهم چيئرمېن٬وفاقي سېكرټريز او د اړوند وزارتونو نورو اعلٰی چارواكو ګډون وكړو۔اي سي سي په مشروط توګه د نور 0.100 ملين ميټرك ټن چينې برآمد كولو سره اړوندې صنعت او پېداوار وزارت سمري منظور كړه۔ داخله وزارت ته د فرنټيئر كور په حق كښې د 276.250 ملين روپو٬ د فرڼيئر كور بلوچستان(جنوبي)كور ريكوډك پروژې امنيتي چارجز ادائيګۍ په مد كښې د 1951.995 ملين٬آپرېشن عزم استحكام لپاره د 20 ارب روپو منظوري وركړه۔