د اولس مشر ډاكټر عارف علوي د نېشنل انفارمېشن ټېكنالوجۍ بورډ آف ګورنرز غونډې ته وېنا

image

اسلام آباد 18 دسمبر (اے پي پي)اولس مشر ډاكټر عارف علوي وئېلي دي د هېواد سماجي او اقتصادي پرمختګ د انفارمېشن ټېكنالوجۍ پرمختګ سره تړلې دے٬د انفارمېشن ټېكنالوجۍ د لارې اولس ته زياتې آسانۍ وركړې كېدې شي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د شورو په ورځ د نېشنل انفارمېشن ټېكنالوجي د بورډ آف ګورنرز غونډې مشرۍ په مهال كړی۔اولس مشر ووئيل د هېواد سماجي او اقتصادي پرمختګ د انفارمېشن ټېكنالوجۍ پرمختګ سره تړلې دے٬د انفارمېشن ټېكنالوجۍ د لارې اولس ته زياتې آسانۍ وركړې كېدې شي۔ده ووئيل د انفارمېشن ټېكنالوجۍ په څانګه كښې پراخه موقعې شته او په بېلو څانګو كښې ګورننس سټركچر كښې ښه والي لپاره جديده ټېكنالوجي كارولو له هر ډول هڅې كول پكار دي۔ده په دې خبره زور راوړو چې د نوې آرډيننس له مخې د انفارمېشن ټېكنالوجي بورډ خپلواكه كولو سره به د سروس ښه خذماتو لپاره د سركاري ادارو په اي ګورننس بدلولو كښې تندوالې راشي۔د غونډې په مهال د ايجنډې په بېلو نكاتو بحث وكړې شو او په بېلو څانګو كښې د جديدې ټېكنالوجي په كارولو غور اوشو۔ د نېشنل انفارمېشن ټېكنالوجۍ بورډ سركاري ادارو له د اي ګورننس ايپليكېشنز وركولو لپاره جوړ كړې شوې دغسې چې په حكومتي كچه كوټلو رابطو او د حكومت او وګړو ترمينځه خذمات او رابطې لپاره ګڼ اړخيزه سركاري ادارو له د اي ګورننس ايپليكېشنز وركولو او اقداماتو ته پام لرنه وكړې شي

مضمون کا ماخذ : کمپیوٹر لاٹری کا جیک پاٹ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں