حکومت د سي پېك منصوبه زر تر زره سرته د رسولو عزم لري٬ دا به د منقطې قسمت بدل كړي٬ د خوشحالۍ نوې باب به پراستلې شي،

image
APP18-17 ISLAMABAD: December 17 - Special Assistant to the Prime Minister on Information and Broadcasting, Dr. Firdous Ashiq Awan addressing an International Conference “Cross-Regional Media Fusion among the Belt and Road Partners”. APP

اسلام آباد 17 دسمبر (اے پي پي) اطلاعات او خپرونو لپاره د وزيراعظم خاص مرستيالې ډاکټر فردوس عاشق اعوان وئيلي دي د پاكستان حكومت د سي پېك منصوبه زر تر زره سرته د رسولو عزم لري۔ دې منصوبې سره به د منقطې قسمت بدل شي٬ د خوشحالۍ نوې باب به پراستلې شي٬ وزيراعظم په دې وروستيو كښې په ګوادر كښې د اربونو روپو منصوبې اعلان كړې٬ د سي پېك په ضد د مخالفينو ډنډورې ناكامه كولو كښې د پاكستانۍ ميډيا كردار د ستائنې وړ دې۔ خاص مرستيالې د نهې په ورځ د “بېلټ اېنډ روډ شراكتدارۍ كښې د كراس رېجنل ميډيا فيوژن” په سرخط نړيوال كنفرنس ته خپله وېنا كښې ډاکټر فردوس عاشق اعوان ووئيل وزيراعظم عمران خان د كال په پېل كښې د سي پېك د ختيز روټ ګوادر دوره كولو سره د 65 كروړه روپو په لګښت د ژوب كچلاك روډ منصوبې ٬ د 70 اربه روپو په لګښت د مكران کوسټل ټرانسميشن لائن د بنياد تيګه او د 23 اربه روپو په لګښت د نوې ګوادر ايئر پورټ هم پرانسته كړې۔ دې ووئيل چين به د يو ارب ډالرو سرمايه كارۍ سره په دوه كالو كښې معاشي او په معاشرتي څانګه كښې كار كوي ٬ شل زره پاكستاني زده كوٶنكو ته د سكالرشپ وركولو سره سره د هېواد په بېلا بېلو برخو كښې به زر سكولونه هم جوړوي٬ چين به د سي پېك له مخې د پاكستان په ګټه په ټولو منصوبو عملدرآمد باوري كوي۔ ډاکټر فردوس عاشق اعوان ووئيل ګوادر كښې په دې وروستيو كښې په سكرو د چلېدونكي بجلي ګهر پرانسته شوې ده۔ دې ووئيل د سي پېك په ټولو منصوبو په بيړه كار روان دې دې سره به نه يوازې په منطقه كښې د پرمختګ نوې دور پېل شي بلكې د پاكستاني اولس به اقتصادي٬ دود دستور، سېلګرۍ او د معاشي پرمختګ ضامن هم وګرځي٬ د منطقې پرمختګ ودې او بيا رغونې لپاره په سلك روټ هم كار پېل شوې دې۔ دې ووئيل د سي پېك بشپړېدو سره به د توان ،صنعت ، سېلګرۍ او كلتور پرمختګ په زړه پورې اثراتو سره منطقې سره تړلې هېوادونه هم وده وكړي۔ دې ووئيل د دې نوعيت په كنفرنسونو كښې دې په نړيواله كچه نوموړي دانشوران د سي پېك په ضد منفي پروپېګنډې ناكامه كړي كومې چې د سي پېك په لاره كښې خنډان جوړې شوې دي٬ کنفرنس كولو څخه دا هم رامخې ته شوې ده چې داسې فورمونه ٬ ډائيلاګ٬ تعارفي نشستونه او د ميډيا ګډون داسې ذريعې جوړې شوې دي كومو سره چې د بي آر آئي او د سي پېك منصوبې د پرمختګ منزلونه سر كولې شي٬ مثبت سوچ پېدا كولو او د پرمختګ د لارې نه خنډان لرې كولو منصوبې د اولس پرمختګ او سوكالۍ سره تړل او اولس ته مفادات رسولو كښې دا ډول كنفرنسونه مرستياله ثابتېږي۔ ډاكټر فردوس عاشق اعوان ووئيل د پاكستان او چين ملګرتيا د هماليه نه دنګه٬ د سمندر نه ژوره او د شهد نه زياته

مضمون کا ماخذ : اسکریچ کارڈ کی پیش گوئی