نائب وزیراعظم او خارجه وزير محمد اسحاق ډار به د 4 نه تر 8 ستمبر د برتانيې سركاري دوره كوي

image

اسلام آباد 03 ستمبر (اے پي پي) نائب وزیراعظم او خارجه وزير سینیټر محمد اسحاق ډار به د 4 نه تر 8 ستمبر د برتانيې سركاري دوره كوي۔د نهې په ورځ د خارجه دفتر وياندي د اړخه جاري شوې بیان له مخې نائب وزیراعظم سینیټر محمد اسحاق ډار به لندن كښې د برتانيې نائب وزیراعظمې انجیلا رینر سره ملاقات كوي ۔هغه به د برتانيې د دولت مشترکه او پرمختيائي چارو سیکرټری آف سټيټ ډيوډ لیمی سره هم تفصیلی خبرې كوي۔ بیان له مخې نائب وزیراعظم به د برتانيې پارلیماني غړو او برتانيه كښې د پاکستاني کمیونټۍ نمائندګانو سره هم ملاقاتونه كوي۔

مضمون کا ماخذ : کوئی شہزادی۔
متعلقہ مضامین
مزید خبریں