اسلام آباد 10جولائي (اے پي پي)د وفاقي پلازمينه اسلام آباد په ايچ نائن اتوار بازار كښې ناڅاپي اور ولګېدلو چې په نتيجه كښې ئې ځينې سټالونه وسوزيدل۔تفصيلات له مخې د شورو په ورځ د ورځې 11 بجې په اتوار بازار كښې اور ولګيدو چې په نتيجه كښې ئې ځينې سټالونه وسوزيدل۔دغسې د فائر بريګيډ ګاړې د اور وژلو لپاره د پېښې ځائې ته رسيدلې۔ريسکيو چارواكي په اور قابو موندلو له په زړه پورې هڅې كوي دغسې د فائر بريګيډ درې ګاړې هم د اورپه وژلو كښې بوښت دي۔ضلعي انتظاميې له مخې په اتوار بازار كښې د اور لګيلدو نه پس په سمدستي توګه اسسټنټ کمشنر آئي نائن د پېښې ځاے ته رسيدلے۔د فائر بريګيډ په مرسته په اور قابو موندلو له هلې ځلې روانې دي۔په ابتدائي توګه درې فائر بريګيډ ګاړې د پېښې ځائے ته رسيدلې دي۔